د ترکیې ښاریز په وهل خوړلو سره پیسې ګټي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i109576-د_ترکیې_ښاریز_په_وهل_خوړلو_سره_پیسې_ګټي
زمونږ خبریال وايي د رزق خبره چې راشي نو د خپل ځان د ساتلو لپاره ډیر شیان د انسان په ذهن کښې راځي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 12, 2021 08:39 Asia/Kabul
  • د ترکیې ښاریز په وهل خوړلو سره پیسې ګټي

زمونږ خبریال وايي د رزق خبره چې راشي نو د خپل ځان د ساتلو لپاره ډیر شیان د انسان په ذهن کښې راځي .

خو په ترکیه کښې یو(۱) داسی سړی شته چې د نورو خلکو لخوا  په وهل خوړولو سره خپل رزق ترلاسه کوي .

رسنیو وویل د ترکیې ښاریز حسن رضا لومړنی سټریس کوچ دی چې نورو خلکو ته اجازه ورکوي چې دې ووهي او په بدل کښې یې پیسې ترلاسه کوي .

د ترکیې ښاریز وویل په نړۍ کښې خلک په بیلابیلو رودو سره خپله مایوسۍ او ذهني دباو ختموي چې په خلکو باندې غوسه کول او ویده کیدل وغیره وغیره پکښې  شامل دي او ځینې کسان بیا د نورو کسانو د وهلو ټکولو عادت لري .

د ترکیې ښاریز حسن رضا وویل د دغه خبرې په معلومولو سره ما  په زړه پورې کاروبار پیل کړ چې خلک د خپل دباو او د مایوسۍ د ختمولو لپاره دې ووهي او وروسته په بدل کښې  ما ته پیسې ورکړي .

د ترکیې دغه ښاریز وویل زما زیات ګاهکان  هغه کسان دي چې د ډیپریشن یعني د ژور خپګان ناروغۍ لري .