بنګله دیش د امریکې په بندیزونو نیوکه وکړه
د بنګله دیش د بهرنیو چارو وزیر د خپل هیواد د ځانګړو پولیسو خلاف د امریکې په بندیزونو باندې نیوکه کړې ده
د بنګله دیش د بهرنیو چارو وزیر د خپل هیواد د ځانګړو پولیسو خلاف د امریکې په بندیزونو باندې نیوکه کړې ده
عبدالمومن پرون د بنګله د ځانګړو پولیس ځواکونو خلاف د امریکې د بندیزونو په غیرقانوني بللو سره وویل چې د دغو ځواکونو له خوا د بشري حقوقو د خلاف ورزۍ تور حقیقت نه لري.
د بنګله دیش د بهرنیو چارو وزیر دا څرګندونو پرون پس له هغې وکړې چې دغې وزارتخانې په ډاکه کښې د امریکې د سفیر ارل آر میلر په وربللو سره، د بنګله دیشي پولیسو خلاف د امریکې له غلیمانه دریځونو نارضایتي څرګنده کړه.
د ویلو ده چې د امریکې د خزانې او د بهرنیو چارو وزارتونو تیره جمعه د چټک غبرګون د ځواکونو په نامه د بنګله دیش د ځانګړي پولیس فورس او د دغه هیواد د اوو تنو اوسنیو او پخوانیو چارواکو خلاف په بشري حقوقو پوړې اړوند بندیزونه اعلان کړل.