بنګله دیش د امریکې په بندیزونو نیوکه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i109668-بنګله_دیش_د_امریکې_په_بندیزونو_نیوکه_وکړه
د بنګله دیش د بهرنیو چارو وزیر د خپل هیواد د ځانګړو پولیسو خلاف د امریکې په بندیزونو باندې نیوکه کړې ده
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 14, 2021 04:24 Asia/Kabul
  • بنګله دیش د امریکې په بندیزونو نیوکه وکړه

د بنګله دیش د بهرنیو چارو وزیر د خپل هیواد د ځانګړو پولیسو خلاف د امریکې په بندیزونو باندې نیوکه کړې ده

د بنګله دیش د بهرنیو چارو وزیر د خپل هیواد د ځانګړو پولیسو خلاف د امریکې په بندیزونو باندې نیوکه کړې ده

عبدالمومن پرون د بنګله د ځانګړو پولیس ځواکونو خلاف د امریکې د بندیزونو په غیرقانوني بللو سره وویل چې د دغو ځواکونو له خوا د بشري حقوقو د خلاف ورزۍ تور حقیقت نه لري.

د بنګله دیش د بهرنیو چارو وزیر دا څرګندونو پرون پس له هغې وکړې چې دغې وزارتخانې په ډاکه کښې د امریکې د سفیر ارل آر میلر په وربللو سره، د بنګله دیشي پولیسو خلاف د امریکې له غلیمانه دریځونو نارضایتي څرګنده کړه.

د ویلو ده چې د امریکې د خزانې او د بهرنیو چارو وزارتونو تیره جمعه د چټک غبرګون د ځواکونو په نامه د بنګله دیش د ځانګړي پولیس فورس او د دغه هیواد د اوو تنو اوسنیو او پخوانیو چارواکو خلاف په بشري حقوقو پوړې اړوند بندیزونه اعلان کړل.