ناټو دې اوکراین ته له وسلو لیږدولو ډډه وکړي
امریکا او ناټو په وروستیو کلونو کې د لویدیځ په ضد د ماسکو د ګواښونو په پلمه دروسیې له خاورې سره نزدې او ددغه هیواد په همپولو سیمو کې پراخ شتون درلودلی دی .
فارس خبری آژانس راپور روکړ ،د روسیې د خارجه وزارت ویندوئې میرمن ماریا زاخارووا پرون ناوخته خبرداری ورکړ ، دناټو دغړو په وسیله اوکراین ته د وسلو لیږد ، به په دغه هیواد کې تاؤتریخوالی نوره هم زیات کړي .
زاحارووا ددې خبرې په کولو سره چې د ناټو غړي هیوادونه د اوکراین د وسلو د تامینولو په زیاتولو بوخت دي ، ووئیل ، امریکا له ۲۰۱۴کال څخه اوکراین ته دکابو دوه نیم میلیارډ ډالرو په ارزښت وسلې لیږدولي دي .
امریکا او ناټو په وروستیو کلونو کې د لویدیځ په ضد د ماسکو د ګواښونو په پلمه دروسیې له خاورې سره نزدې او ددغه هیواد په همپولو سیمو کې پراخ شتون درلودلی دی .
د اوکراین حکومت هم ددغه هیواد په ختیځ کې له مخالفانو سره دمبارزې په پلمه په رووستیو کلونو کې دروسیې د پولو په شاوخوا کې پوځي ځواک او تجهیزات ځاي په ځاي کړي دي .
امریکا چې تل په ختیځ کې دځپل سیال زبرځواک په توګه پر روسیې د دباؤ د اچولو لپاره په لارو چارو پسې ده ،ددې ادعا په مطرح کولو سره چې د اوکراین په پولو کې د روسیې د ځواک شتون ددغه هیواد لپاره ګواښ حسابیږي ، په دغې سیمې کې د تاؤتریخوالي د رامینځةکولو لپآره په نووپلمو او پر روسیې ددباؤ په زیاتولو پسې ده .