د هند تر کنټرول لاندې کشمیر جامع جومات لاهم بند دی
Dec 17, 2021 04:24 Asia/Kabul
د هندوستان تر کنټرول لاندې کشمیر کښې جامع جومات تراوسه نه دی خلاص شوی
د هندوستان تر کنټرول لاندې کشمیر کښې جامع جومات تراوسه نه دی خلاص شوی
د جمو او کشمیر د مرکز سرینګر ښار جامع مسجد دوه کاله مخکښې د هندي چارواکو په حکم بند کړی شوی و.
د کشمیر په جامع جومات کښې د جمعې په وخت یوازې ۳۳ تنه لمونځ کونکي راغونډې شي.
دا په داسې حال کښې دي چې هندوستان تل د مذهبي آزادۍ ادعا کوي.
د هندوستان امنیتي ځواکونو د یاد جومات ملا امام په کور کښې نظربند کړی دی او هیڅ څوک یې ملاقات ته نه ورپریږدي.
هندوستان په ۲۰۱۹ کال کښې د کشمیر د خودمختارۍ د ځانګړو اختیاراتو په لغو کولو سره د سرینګر جامع جومات هم بند کړی دی.
ټیګونه