د هندوستان د مریض له ګردې ۱۵۶ شګې وویستل شوې
https://parstoday.ir/ps/news/world-i109904-د_هندوستان_د_مریض_له_ګردې_۱۵۶_شګې_وویستل_شوې
زمونږ خبریال وايي د هندوستان په تلنګانه صوبې کښې ډاکټرانو په څو ساعته اوږد اپریشن کښې د یوه (۱) ناروغه کس له ګردې څخه یوسل شپږپنځوس (۱۵۶) شګې راوویستلې .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 19, 2021 09:50 Asia/Kabul
  • د  هندوستان د مریض له ګردې ۱۵۶ شګې وویستل شوې

زمونږ خبریال وايي د هندوستان په تلنګانه صوبې کښې ډاکټرانو په څو ساعته اوږد اپریشن کښې د یوه (۱) ناروغه کس له ګردې څخه یوسل شپږپنځوس (۱۵۶) شګې راوویستلې .

د هندوستان پنځوس (۵۰) کلن ښاریز په ګردې کښې د درد په وجه حکومتي روغتون ته ورغی او  هلته ډاکټرانو ورته الټراساونډ(Ultrasound) وکړ چې پکښې په ګردې کښې شګې ولیدل شوې .

د هندوستان ډاکټرانو د الټراساونډ د راپور په رڼا کښې په لیزر سره د ناروغه کس جراحي وکړه او په څو ساعتونو کښې یې د هغه له ګردې ۱۵۶ شګې وویستلې .

د هندوستان ډاکټرانو وویل تراوسه د نړۍ په تاریخ کښې د هیڅ ناروغه کس له ګردې څخه په دومره زیاته اندازې شګې نه دي ایستل شوي .