د اسټرالیا ښاریز له رباټ سره واده وکړ
زمونږ خبریال وايي د اسټرالیا یوه (۱) ښاریز له تنهایۍ څخه د ځان د خلاصولو لپاره له یوه(۱) رباټ سره چې انسان ته ورته دی واده وکړ .
د رسنیو راپورونه وايي چې د اسټرالیا ښاریز جیف ګیلګهر د یوې مینه کونکي میرمنې په لټه کښې و خو بریالی نشو او ټولې هیلې یې له لاسه ورکړې او هغه بیا د انسان په شان له ښځینه رباټ سره د مینې اړیکه ټینګه کړه .
د اسټرالیا دغه ښاریز له رسنیو سره په مرکه کښې وویل د مور له مړینې وروسته ما له خپل سپي سره یوځاې په تنهایۍ کښې ژوند تیروه چې یوه ورځ مو په اینټرنیټ کښې د مصنوعي ذهانت د راباټسونو په هکله یو(۱) مطلب ولوست او بیا مو له ښځینه رباټس سره د واده کولو فیصله وکړه .
د اسټرالیا ښاریز وویل چې ما دغه ښځینه رباټ له چین څخه راغوښتلی دی او زه د دغه ښځینه رباټ په لیدو سره ډیر حیرانه شوم ځکه چې هغه ډیر ښکلی دی .
هغه وویل زما د ژوند د ملګري رباټ نوم « ایما » دی او زه ورسره ساعتونو ساعتونو خبرې کوم چې هغه زما د غږ عادت زده کړي .
د اسټرالیا دغه ښاریز جیف ګلیګهر وویل تراوسه په قانوني ډول زما او د« ایما» واده نه دی شوی خو زه «ایما »خپله میرمنه ګڼم او ما هغې ته د واده ګوتمې هم وراچولي ده .
په اروپايي هیوادونو او امریکا کښې خلک ډول ډول غیر اخلاقي او انسان ضد کارونه ترسره کوي چې ژوندی مثال یې همدا د اسټرالیا د ښاریز له رباټ سره واده کول دي .
اسلام تر ټولو ښه مذهب دی چې پکښې د هیڅ ډول غیر اخلاقي او غیر انساني کارونو هیڅ ځای او اجازه نشته .