ورځپاڼو ته کتنه ۱۱-۱۱-۰۰
(last modified Mon, 31 Jan 2022 08:16:21 GMT )
Jan 31, 2022 12:46 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه ۱۱-۱۱-۰۰

ګرانو او قدرمنو دوستانو له نننيو ورځپاڼو سره ستاسو په خدمت کښې يوو له هر څه مخکې به د تهران چاپ ځينو ورځپاڼو او بيا د بهرنيو ورځپاڼو ځينې مهم خبرونه ستاسو په خدمت کښې وړاندې کړو نو پام ورته وکړئ:

د تهران نننيو تقريباً ټولو ورځپاڼو د اسلامي انقلاب د معظم رهبر وېناوې راخېستي دي.چې له هغو څخه جمهوري اسلامي ورځپاڼې ته يو کتنه کوو. دغې ورځپاڼې معظم رهبر له قوله وليکل: د تولید په سنګر کښې د کارزیږونکو او کارګرانو جهاد، په اقتصادي جنګ کښې په ماتې باندې د امریکې د اعتراف سبب شو.

معظم رهبر حضرت آيت ا... العظمی سيد علي خامنه اي پرون د ایران د اقتصادي فعالانو او تولیدونکو په کتنه کښې وفرمايل: د دې غونډې یوه ستره ګټه دا ده چې د هیواد چارواکي د اقتصادي فعالانو له خولې، د لارې ستونزې او خنډونه، نیغ په نیغه واوري.  د اسلامي انقلاب معظم رهبر د ایران د ټول صنعت لپاره د یوې سټراټیجکې نقشې او پلان د برابرولو په ضرورت باندې تاکيد وکړ.

حضرت آیت ا... العظمی سید علي خامنه اي زیاته کړه: دوه مهم او اصلي کارونه د مسئولانو په غاړه دي. وړومبی، د ټول هیواد د صنعت په تیره بیا د ځینو صنایعو لپاره د یو سټراټیجک پلان د برابرولو مسئله ده او دویم، متمرکز مدیریت او د هغه لارښوونه ده.

د ایران د اسلامي انقلاب معظم رهبر په دې ټکي باندې په تاکيد سره چې د تولید د سنګر د فتح کولو لپاره د دښمن پلانونه له ماتې سره مخامخ شول، څرګنده کړه: د هیواد په اقتصادو باندې په دې یرغل کښې د خلقو د معیشت لپاره یولړ مشکلات رامنځته شول خو تولید ماتې ونه خوړله او د امریکې د خارجه وزارت ویاند څو ورځې مخکښې په ډاګه وویل چې د زیات نه زیات دباؤ سیاست د امریکې د شرمونکې ماتې سبب شو.

حضرت آیت ا... العظمی خامنه اي تولید، جهاد وباله او زیاته یې کړه: په اقتصادو باندې د حملې او د تیلو او ګیسو د خرڅون د مخنیوي لپاره د دښمن د کوششونو، د اسعاري سرچینو بندول او د ایران د بهرنیو مبادلاتو د مخنیوي لپاره د پلاننګ په وړاندې د تولیدونکو اودریدل په حقیقت کښې جهاد او یو ډیر ستر عبادت دے.

-----------

د تهران چاپ کېهان ورځپاڼې بيا د ايران د ولسمشر سيد ابراهيم رئيسي او فرانسې د ولسمشر امانوئل مېکرون ټيلفوني خبرو اترو ته په اشارې سره د امانوئل مېکرون له قوله وليکل: د ایران  اسلامی جمهوریت حق لري چې په امریکې بې اعتماده شي ، ځکه چې  دا امریکه وه چې د بحران د رامینځةکیدو سبب شوې ده .

د ایران او فرانسې د ولسمشرانو په ټيلیفوني خبرو کښې   د دوو اړخیزو تعلقاتو د پیاوړتیا دلارو چارو  ، د سیمه ایزو او نړیوالو موضوع ګانو  په تیره بیا  په ویانا کښې د ایران او ۴+۱ ډلې ترمینځ د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې  د مادو په بنياد د بندیزونو د لغوه کیدو او د د روانو خبرواترو د پرمختګ په باب د نظر تبادله وکړه.

دایران داسلامی جمهوریت ولسمشر آیت ا.... سيد ابراهیم ریئسي  په دغو خبرو کښې  د زیاتره دباؤ دسیاست په ناکامۍ د امریکې  اعتراف ته په اشارې سره  تاکيد وکړ،  اسلامی ایران  دخبرواترو  په بهیر کښې ،د موافقو د ترلاسه کولو لپاره خپل کلک هوډ او جدیّت  اثبات کړے دے  او  د مقابل لوري په  هرې هڅې کښې  باید د بندیزونو لغوه کیدو او تائيدیدائې  او دغه رنګ باؤري ضمانتونه  شامل وي .

 ابراهیم ریسي  په دې خبرې باندې په تاکيد سره چې  دسیمې امنیت او ثبات په بهرنیو لاسوهنو سره نه ،بلکې یوازې  د سیمه ایزو داخلی  حل لارو په وسیله  پوره کیدلی شي ، په یمن کښې ئې انساني غمیزې  او ددغه هیواد دمظلوم ولس د کلابندۍ په ختمولو کې د نړیوالې ټولنې د توجه  غوښتنه وکړه .

-----------

اطلاعات ورځپاڼې بيا وليکل: ملګرو ملتو یو ځل بیا د طالبانو له موقته حکومت څخه د بشري حقونو د خیال ساتنې غوښتنه وکړه.

د ملګرو ملتومشر انتونیو ګوټریش په خپلو تازه څرګندونو کښې ویلي دي: داسې ښکاري چې ښځې او جينکۍ په افغانستان کښې د کار او زدکړو په څېر له خپلو اساسي حقونو محرومېږي.

دده په وینا د طالبانو لنډمهاله حکومت ته په کار ده چې په رسمیت د پېژندل کیدو او د نړیوالې ټولنې د غړي کېدو لپاره د بشر اساسي حقونو او د نړیوالې ټولنې غوښتنو ته پام وکړي.

د خبر له مخې بل خوا د طالبانو د حکومت چارواکو په ځلونو ویلي چې دوي د جينکو زده کړو او تعلیم ته ژمن دي او تازه په تازه دا ژمنه هم شوې ده چې ښایي د نوي کال په راتګ سره د  جينکو په مخ د ښوونځیو دروازې پرانیستل شي.

--------

اوس به د پاکستان له ورځپاڼو څخه جنګ ورځپاڼې ته يوه کتنه وکړوو چې په يو خبر کښې يې د دغه هېواد د وزيراعظم له قوله وليکل؛له اسلامه د ويرونې په اړه د کېنېډا د وزيراعظم د مذمتي بيا هرکلےکوم. عمران خان پرون په خپل يو ټوئيټ کښې وليکل؛زۀ د کېنېډا د وزيراعظم د بيان ستائنه کوم چې پکښې يې له اسلامه د ويرونې غندنه کړې او له اسلامه د ويرونې په شان لعنتي ښکارندې سره د مقابلې لپاره يې د خصوصي استازي ټاکتنه کړې ده.

عمران خان زياته کړه ما هم له دې مخکښې په ځلونو له اسلامه د ويرونې ښکارنده غندلې ده او د کېنېډا د وزيراعظم اوسنے اقدام زما دريځ تائيدول دي.

د ورځپاڼې له مخې له دې مخکې د کېنېډا وزيراعظم جسټن ټروډو د مسلمانانو لپاره د خپل هېواد ترټولو امنه هېواد جوړولو د کلکې ارادې اعلان وکړ او وې ويل، له اسلامه د ويرونې بهير هيڅکله د قبلولو وړ نه دے او مونږ پکار دے دغه نفرت له بېخه ختم کړوو.

ورځپاڼې په يو بل خبر کښې وليکل: د يوکرائن په اړه تاوتريخوالے دوام لري او د روسيې او نېټو فوځي سرګرمۍ زياتې شوې دي. په دې لړ کښې سوئيډن زمکني او هوائي ځواکونو په بالټک سمندر کښې فوځي مشقونه شروع کړي دي چې پکښې د جنګي الوتکو او ټينکونو وغېره استعمال په اوج کښې دے يوکرائن هم جنګ مشقونو ته زور ورکړے دے. له بلې خوا د سفارتکار د وېستلو په اړه د يوکرائن ولسمشر په امريکې باندې نيوکې سره وويل، امريکه د جنګ خدشه لا نورو زياتوي چې دا د امريکې غټه غلطي ده او د امريکې له اقدامه داسې ښکاري چې ګويا د کېف په سړکونو ټينکونه ګرځي.

جنګ ورځپاڼې په يو بل خبر کښې وليکل؛ په امريکه کښې د طوفاني واورې د ورېدو له کبله د دغه هېواد شپږ زره الوتکو منسوخ کړې شول،د امريکې په ختيځو ساحلي ايالتونو کښې د خلقو د ژوند نظام په ټپه اودرېدلے دے دغو سيمو ته د تګ راتګ د لارو بندېدو او د برېښنا د پرې کېدو له کبله په زرګونو کورنۍ د محاصرې په حال کښې راغلي دي.

-------

او اوس به هم د کابل چاپ ورځپاڼو څخه مسير ورځپاڼې ته يوه لنډه کتنه کړوو. دغې ورځپاڼې وليکل؛ د طالبانو د موقته حکومت د لوړو زده کړو وزارت مشرتابه په هلو ځلو د هېواد په ګرم سېرو ولایتونو کې به د دولتي پوهنتونونو تدریسي بهیر د روان هجري قمري کال د رجب میاشتې په لومړۍ نیټه، چې د ۱۴۰۰ ه ش کال د دلوې میاشتې له (۱۳) مې نیټې سره سمون لري، پیل شي.

پوهنتونونو له پیل څخه وروسته به زده کړیالانو ته درې اونۍ درس ورکړل شي، چې د وروستي سمسټر ازموینه به د حوت میاشتې په (۷) نیټه پیل او د همدې میاشتې تر پای پورې به دوام وکړي.

دغه رنګ په ګرم سېرو ولایتونو کې به راتلونکی سمستر د ۱۴۰۱ ه ش کال د حمل میاشتې په وړومبۍ نیټه پیل او په نورمال ډول به دوام وکړي.

بل لور ته لکه څنګه چې د هېواد په ځينو ولایتونو کې هوا ډېره سړه ده، نو په همدې اساس د هېواد په سرد سېرو ولایتونو کې به د دولتي پوهنتونونو تدریسي بهیر د روان هجري قمري کال د رجب میاشتې په (۲۵) مه نیټه ، چې د ۱۴۰۰ ه ش کال د حوت د میاشتې له (۷) نیټې سره سمون لري، پیل شي. درسونه به یې درې اونۍ دوام ولري او تر هغې وروسته به د وروستي سمستر ازموینه د ۱۴۰۱ ه ش کال د حمل میاشتې په لومړۍ نیټه پیل او د همدې میاشتې تر (۲۵) نیټې پورې به دوام وکړي.

ورځپاڼه په يو بل خبر کښې ليکي: د افغانستان د طالبانو موقته حکومت د مشرتابه د حکم په بنسټ مولوي شمس الدین پهلوان د هېواد لوے څارنوال ټاکل شوے دے. شمس الدین وړاندې تر دې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مرستیال په توګه دنده ترسره کوله. د افغانستان د طالبانو په موقته حکومت باندې نیوکې کيږي چې یوازې طالبانو ته دندې ورکوي او نور مسلکي کسان له هېواده یا وتلي او یا هم هڅه کوي چې د کار او روزګار نشتوالي له امله نورو هېوادونو ته کډوال شي خو له بلې خوا طالبانو تل ټینګار کړی دی چې دوی له هیچا سره ستونزه نه لري او مسلکي کارکوونکي پر خپلو کارونو بوخت دي، کوم چې وتلي دوی غږ ورباندې کوي چې بېرته هېواد ته راوګرځي چې یو ځای د هېواد ابادولو ته کار وکړي.

ورځپاڼې همدارنګ د يوکرائن په حوالې وليکل؛له روسیې سره باید په هوښیارانه توګه خبرې وشي.

يوکراین یو ځل بیا پر خپلو متحدو هېوادونو غږ کړی چې له روسیې سره مذاکراتو کې له هوښیارۍ کار واخلي. د يوکراین ولسمشر ویلادیمیر زیلنسکي په تازه څرګندونو کې ویلي، د غرب دا چاره چې د روسي ځواکونو د راټولېدو له امله وېره خپروي د منلو نه ده، خو تر څنګ یې له غربي هېوادونو په مذاکراتو کې د پیاوړي دریځ غوښتنه کوي.

نوموړي ویلي چې له خپلو متحدو هېوادونو سره په رابطه کښې دے او د دې خبرې سخت ملاتړے دے چې مذاکرات مثبته پایله ولري او د يوکراین ګټې خوندي کړي.

يوکراین په دې وروستیو میاشتو کې د نړیوالو رسنیو د خبر سرټکی دی او د امریکا او روسیې ترمنځ د ټکر نقطه ګڼل کېږي. خو تر دې دمه دواړه لوري پر مذاکراتو تاکيد کوي.

-----------