ورځپاڼو ته کتنه ۲۰-۱۱-۰۰
ګرانو او قدرمنو دوستانو له نننيو ورځپاڼو سره ستاسو په خدمت کښې يوو له هر څه مخکې به د تهران چاپ ځينو ورځپاڼو او بيا د بهرنيو ورځپاڼو ځينې مهم خبرونه ستاسو په خدمت کښې وړاندې کړو نو پام ورته وکړئ:
نن د تهران چاپ تقريباً ټولو ورځپاڼو د اسلامي انقلاب د معظم رهبر وېناوې راخېستې دي چې له هغو څخه اطلاعات ورځپاڼې ته يوه کتنه کوو. دغې ورځپاڼې د معظم رهبر له قوله وليکل: د هېواد ورځ تر ورځ زياتېدو پرمختګونه د ملت لپاره د غوره سبا زېرے ورکؤنکي دي.
آيت ا... العظمی سيد علي خامنه اي پرون چې له امام خمېني (رح) سره د هوائي ځواک د افسرانو د تاريخي بيعت کليزه وه د فوځ د هوائي او هوائي دفاعي ځواک د يو شمېر قوماندانانو په کتنه کښې له امام خمېني(رح) سره په بيعت کښې د هوائي ځواک تاريخي حرکت ته په اشارې سره وفرمايل: که څه د هوائي ځواک اوسنے نسل په هغه ورځ موجود نه ؤ خو ټول هغه کسان چې په هوائي ځواک کښې د ذمه وارۍ په احساسولو سره فعاليت کوي د هغې ورځې په وياړ او فضيلت کښې شريک دي، ځکه چې هغه حرکت په حقيقت کښې له هغه مقدس جهاد او آرمانونو سره بيعت ؤ چې امام يې مقتدر قوماندان ؤ، نو ځکه معنوي حرکت دوام لري او ټول هغه کسان چې د هغو آرمانونو په لار کښې شتون لري په هغه حرکت کښې ونډه لرونکي دي.
دوي دا خبره هم په ډاګه کړه چې نن هم د امريکې محاسبات غلطه نتيجه ورکوي او له هغه ځايه ګوزار خوړونکي دي چې مخکې يې تصور نه کوۀ چې دا چاره هم خپله د امريکې د ولسمشرانو لخوا ده، يعنې د امريکې مخکيني ولسمشر او اوسني ولسمشر په اقداماتو سره په عملي توګه سره لاسونه ورکړي چې د امريکې باقي پاتې لږ عزت او آبرو هم له منځه يوسي.
حضرت آيت ا... العظمی سيد علي خامنه اي له دې مخکې د کورونا د نامناسبو حالاتو په وجه په دغه غونډه کښې د حاضرينو د شمېر محدودوالي ته په اشارې سره واضحه کړه، زۀ تل د طبي دستورالعملونو د خيال ساتلو پابند او د ډاکټرانو په سپارښتنو عمل کوم او د ماسک په استعمالولو ټينګار لرم او د وېکسين دريم ډوز مې هم ووهۀ. دوي خلقو ته سپارښتنه وکړه هغه څه چې ډاکټرانو او متخصصان د دستورالعملونو د خيال ساتنې په لړ کښې صلاح بولي پکار ورباندې عمل وکړي.
-------------------
د تهران چاپ رسالت ورځپاڼې وليکل: د متحده عرب اماراتو په پائتخت کښې لږ تر لږه دوه چاودنې رامنځته شوې. او ځينو سرچينو وويل چې دغه چاودنې د توغنديو لګېدو په نتيجه کښې وې.
د ورځپاڼې له مخې رپوټونه وائي پوليس او امدادي ځواکونه د پېښې په ځاے حاضر شوي دي.
ورځپاڼې د صابرين نيوز له قوله وليکل چې دغه دوه چاودنې په ابوظبۍ کښې د فاطمه بنت مبارک سړک په خواشا کښې رامنځته شوې دي.
ورځپاڼې د الجزيره چېنل له قوله هم وليکل چې په ابوظبۍ کښې له چاودنو وروسته په يوه ودانۍ کښې اور هم ولګېد.
ورځپانې بيا د اماراتو د وام خبري آژانس په نقل سره وليکل دغه اماراتي خبري آژانس چاودنو ته له اشارې نه بغېر خبر ورکړ چې اور مړ کؤنکي ټيمونه د ابوظبۍ په حمدان سړک کښې د لګېدلي اور په کنټرولولو کښې کامياب شول. او دغې پېښې سرتاوانونه نه دي لرلي.
---------
کېهان ورځپاڼې بيا د ايران د ملي امنيت د عالي شورا د سېکتر په حوالې سره وليکل: له اوسنیو توهماتو نه د واشنګټن له وتلو نه بغېر د ویانا خبرې اترې مخ په وړاندې نه شي تللې.
علي شمخاني پرون د ایران د اسلامي جمهوریت خلاف د امریکې د بندیزونو د ختمیدو په هدف سره په ویانا کښې د ایران او ۴+۱ ډلې ترمینځ د خبرواترو د اتم پړاؤ د دوام په درشل کښې، په خپل يو ټوئيټ کښې ولیکل: د امریکې اوسني حکومت تر اوسه پورې د ټرمپ د زیات نه زیات دباؤ د سیاست په جاري ساتلو سره هڅه کړې کوم اهداف چې هغه په بدماشۍ سره ترلاسه نه کړې شول هغه د مینځ تشو وعدو په وړاندې کولو سره ترلاسه کړي.
ورځپاڼې زياته کړه چې د ایران د ملي امنیت د عالي شورا سېکتر وړمه ورځ هم په یو ټویټ کښې، په دې خبرې سره چې د طرفینو په ژمنو کښې د ضروري انډول په راتلو کښې لا فاصله موجوده ده، څرګنده کړه: په واشنګټن کښې سیاسي پریکړې، ښې موافقې ته د رسیدو لپاره ژمنو کښې د انډول او توازن د رامینځته کیدو لازمه ده.
--------
اوس به له پاکستاني ورځپاڼو څخه جنګ ورځپاڼه راواخلو چې يې ليکلي دي: د دغه هېواد د وزيراعظم عمران خان او د فوځ عمومي قوماندان جنرل قمر جاوېد باجوده لخوا د پاکستان د بلوچستان صوبې نوشکي سيمې ته سفر ته په اشارې سره وليکل: عمران خان په نوشکي کښې د ترهه ګرو د حملې ناکامه کؤنکو فوځي ځواکونو ته په خطاب کښې په دغه حمله کښې قرباني شويو ځواکونو ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې کړې او وې ويل: دښمن غواړي چې پاکستان ټوټې ټوټې کړي او سيمه ناامنه کړي خو د پي ټي آئي حکومت به بلوچستان صوبې ته داسې ترقي ورکړي چې څوک به د ترهه ګرو خبرو ته غوږ هم نه ږدي. هغه زياته کړه په سي پېک منصوبه کښې به بلوچستان صوبې ته ډېره فائده اورسي. هغه په دغه موقع اېف سي او رېنچر ځواکونو په تنخواګانو کښې د ۱۵ فيصده زياتولو اعلان هم وکړ.
ورځپاڼې په يو بل خبر کښې د ملګرو ملتو په حوالې سره وليکل؛ القاعده اوس هم له طالبانو سره روابط لري او افغانستان د ترهه ګرو په مرکز بدلېدې شي. ورځپاڼې د ملګرو ملتو د رپوټ په نقل سره وليکل، نن سبا له نورو هر وخت نه زيات په افغانستان کښې ترهه ګرو ته آزادي حاصله ده. طالبانو په افغانستان د بهرنيو ترهه ګرو ډلو په خلاف هيڅ موثره قدم نه د پورته کړے. په دغه رپوټ کښې ويل شوي دي القاعدې ترهه ګرې ډلې د اګست په ۳۱ نېټه اقتدار ته د طالبانو په رسېدو دغې ډلې ته مبارکي هم ويلې وه.
-------------
اوس به د کابل چاپ ورځپاڼو څخه مسير ورځپاڼې ته يوه کتنه وکړوو.
دغه ورځپاڼه ليکي: له افغانستان وتلو او ماتې خوړلو امریکايي نظامیان ناهیلي کړي دي.
ورځپاڼه ليکي امریکایي رسنۍ وایي په وروستیو کې یې په افغانستان کې د امریکا د ماتې او امریکایي عسکرو د وتلو په اړه د څېړنو په موخه له امریکایي حکومت ځينې منابع ترلاسه کړې دي.
راپورونه وایي د امریکايي پوځ تر منځ له افغانستان وتلو او د امریکا ماتې سخته ناهیلي خپره کړې ده. سرچینه وایي د امریکايي نظامیانو ترمنځ د افغانستان مسئله د بحث توده موضوع وي، خو ډېری یې پر ځان او خپل پوځ بې باوره شوي دي او د راتلونکې په اړه اندېښنې لري.
رسنۍ وایي ناهیلي له دې راپورونو سره نوره هم ډېره شوې چې امریکايي حکومت د تخلیې ماموریت او خپلو سرتېرو د ژغورلو لپاره هېڅ راز پلان نه درلود. په وروستیو کې رسنیو داسې راپورونه خپاره کړي چې پنټاګون د خپلو سرتېرو د ایستلو لپاره واضح پلان نه درلود چې له همدې امله کابل هوایي ډګر ته څېرمه په یوه چاودنه کښې شاوخوا ۱۷۰ ملکي افغانان او ۱۳ امریکايي عسکر ووژل شول.
ورځپاڼې بيا د پاکستان د وزيراعظم عمران خان له قوله وليکل:
په افغانستان کې د دایمي سولې او ثبات فرصت رامنځ ته شوے دے.
عمران خان وايي په افغانستان کې د دایمي سولې او ثبات فرصت رامنځ ته شوی دی. عمران خان د چین له مرکزي تلویزیون سره په یوه مرکه کې د افغانستان په تړاو ځينو پوښتنو ته ځواب ویلی دی. نوموړي ویلي چې په افغانستان کې له اوږدو جګړو وروسته د دایمي سولې او ثبات زمینه برابره شوې ده او تمه لري چې دلته دایمي امنیت ټینګ شي. هغه زیاته کړې چې د فرصت لپاره زمینه برابره شوې خو ناوړه بشري وضعیت د افغانستان لپاره خطرناک دی. هغه تمه ښودلې چې نړیوال په افغانستان کې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره هڅې وکړي. عمران خان تر دې وړاندې د چین له ولسمشر سره کتلي وو او له هغه سره یې هم د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې وې.
مسير ورځپاڼې بيا د افغانستان په چارو کښې د روسيې د خاص استازي ضمیر کابلوف په حوالې سره ليکلي: روسیه په نړیواله ټولنه کې د افغانستان د نوي حکومت د رسمیت پېژندلو مسئله کې همکاري کوي، خو خپل شرطونه لري. د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي چې افغان حکومت د نړیوالې ټولنې له لوري رسمیت پېژندلو ته اړتیا لري، ځکه دغه هېواد د نړیوالو له اقتصادي مرستې نه بغېر پرمختګ نه شي کولی.
دده په خبره روسیه د رسمیت پېژندلو په مسئله کې همکارۍ ته تیاره ده، خو د نړیوالې ټولنې شرطونه باید ومنل شي. هغه زیاتوي، چې د بشري حقونو رعایتول، د ټولشموله حکومت جوړول او ښځو ته د کار او زده کړو اجازه ورکول د نړیوالې ټولنې مهم شرطونه دي.
کابلوف یو ځل بیا ویلي چې د افغانستان د اوسني بشري ناورین مسووله امریکا ده او سره له دې چې ماتې یې خوړلې ده خو بیا یې هم پر افغانستان اقتصادي فشارونو ته ادامه ورکړې ده.
-------