روسیې د امنیت په هکله د ناټو په کړچار نیوکه وکړه
زمونږ خبریال وايي روسیې د اروپا د لوې وچې د امنیت د تامینولو په موضوع او روسیې ته د امنیتي تضمینونو له ورکولو څخه په ډډه کولو کښې د ناټو تړون کړچار د نه منلو وړ وباله .
په اروپايي اتحادیې کښې د روسیې استازي ولادیمیر چیژوف نن ریانووستي خبري اژانس ته وویل د اروپا د امنیت په منشور کښې چې په نولس سوه نهه نویم (۱۹۹۹) میلادي کال کښې تصویب شوی دی د اروپا د لوې وچې لپاره د یوشان او د نه جلا کیدا وړ امنیت په اصل باندې ټینګار شوی دی .
هغه وویل په دغه سند کښې د نورو هیوادونو د امنیت په خطر کښې اچولو سره د خپل امنیت د پیاوړي کولو لپاره هڅه رده شوي ده .
روسیې د تیر میلادي کال په دسمبر میاشت کښې ماسکو ته د امنیتي ضمانتونو د ورکولو لپاره امریکا او ناټو ته لیکلی وړاندیز وکړ چې ناټو د ختیځ په لور پراخ نشي خو لویدیځو هیوادونو د ماسکو دغه نوښت رد کړ .