د افغانستان د طالبانو یو پلاوی سویزرلینډ ته تللی دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i112102-د_افغانستان_د_طالبانو_یو_پلاوی_سویزرلینډ_ته_تللی_دی
اوا خبري اژانس وايي د طالبانو د تصفیې د کمیسیون د مسول په مشرۍ د طالبانو یو(۱) پلاوی د سویزرلینډ له چارواکو او له غیر حکومتي موسسو سره د خبرو اترو لپاره سویزرلینډ ته ورغی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 09, 2022 09:34 Asia/Kabul
  • د افغانستان د طالبانو یو پلاوی سویزرلینډ ته تللی دی

اوا خبري اژانس وايي د طالبانو د تصفیې د کمیسیون د مسول په مشرۍ د طالبانو یو(۱) پلاوی د سویزرلینډ له چارواکو او له غیر حکومتي موسسو سره د خبرو اترو لپاره سویزرلینډ ته ورغی .

طالبان د تیر میلادي کال د اګست په پینځلسمه (۱۵) نیټه واک له رسیدا وروسته تر نن ورځې پورې په نړیواله ټولنه کښې د روا والي د ترلاسه کولو هڅه کوي .

د طالبانو چارواکي په کابل کښې د ځینو هیوادونو د سفارتونو او د ډيپلوماټیکو ځایونو له سره خلاصیدل د موقته حکومت په رسمیت د پيژندلو د بهیر پیلامه ګڼي .

په افغانستان کښې اقتصادي کړکیچ ، د امکاناتو نشتون ، د بشر دوستانه مرستو ترلاسه کول او د بایکاټونو لغو کیدل خارجي هیوادونو ته د طالبانو د چارواکو د سفرونو ترټولو اصلي دلیل ګڼل کیږي .

د سویزرلینډ خارجه وزارت د طالبانو د  تصفیې د کمیسیون د مشسر لطف الله حکیمي په مشرۍ د دغه ډلې د پلاوي ورتلل تائید کړي دي .

طالبانو د بشري حقوقو او د بشر دوستانه مرستو په هکله د خبرو اترو لپاره جینیوا ته سفر کړی دی .

د سویزرلینډ د خارجه وزارت ویاند وویل د طالبانو پلاوی به د بندو دروازو شاته د سره صلیب له نړیوالې کمیټۍ او نورو غیر حکومتي موسسو سره بشردوستانه مرستو ته د اړمنو کسانو د لاسرسي ، د مرسته کونکو کسانو د حفاظت او بشري حقوقو ته د احترام کولو په هکله خبرې وکړي .

حاضردمه د بشر دوستانه مرستو ترلاسه کول د افغانستان د خلکو لپاره په مهمې مسلې بدل شوي دي .

د افغانستان خلک د خرابو اقتصادي حالاتو او واک ته د طالبانو د رسیدا په پلمه په امریکا کښې د څه د پاسه نهه (۹) میلیارډه ډالرو د کنګل کیدا په دلیل په ډیرو بدو شرایطو کښې ژوند کوي .