د مصر ښاریز خپلې میرمنې ته ولې طلاق ورکړ؟
زمونږ خبریال وايي د مصر د یوې میرمنې د شیدو او د کیلې د خوړلو عادت خپل خاوند ډیر پوزې ته راوستلی و او خاوند محکمې ته عارضه وکړه او له خپلې میرمنې د جلا کیدا غوښتنه یې کړي ده .
د مصر ښاریز وویل چې زما میرمنه هره ورځ د شیدو او د کیلي جوس څښي او د هغې دغه عادت تر لیونتوب حده رسیدلی دی .
د مصر ښاریز د خپلې میرمنې لخوا د کیلې او شیدو د جوس د څښلو په وجه هغه له خپل کور څخه وویستله او د طلاق لپاره محکمې ته ورغی .
د مصر ښاریز محکمې ته وویل چې زه نور له خپلې میرمنې سره ژوند نشم کولای ځکه چې هغه ډیر زیات شیدې او کیلې جوس څښي .
د مصر دغه ښاریز وویل ما په خپله خوښه له دغه میرمنې سره واده کړی دی هغه زمونږ ګاونډې وه او هغه ډيره ښکلي هم وه .
د مصر ښاریز وايي کله چې زما میرمنې د کیلې او د شیدو جوس څښل پیل کړل نو وزن یې ډير شو او ما هغه څو ځلې پوهه کړه خو هغې زما خبرو ته غوږ وانه چوه .
د مصر ښاریز وویل ما خپله میرمنه پوهه کړه خو هغې ما ته وویل چې ته وږې یې او پیغورنه یې هم راکول کوم چې زه نور نشم زغملی .