ورځپاڼو ته کتنه
د تهران او کابل د ورځپاڼې ځینې مهمې تبصرې، مقالې او خبرونه
نن د تهران چاپ ورځپاڼو په سر کښې اطلاعات ورځپاڼه راخلو چې په خپل وړومبي مخ یې په دوحه کښې د قطر له امیر سره په کتنه کښې د ایران د ولسمشر له قوله لیکلي دي: سیمه د ولسونو لاس ته په ستنیدو ده، د سیمې هیوادونه باید په لازیاتو خبرواترو کړکیچونه په سیمه ایزه توګه حل کړي.
اطلاعات د دې خبر ځینې مهمې برخې راخیستې دي چې په دا ډول دي:
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر وویل، ایران په سیمه ایزو اړیکو په تیره بیا د فارس خلیج له هیوادونو سره په اړیکو کښې د چټکتیا په تکل کښې دی. ایران غواړي چې د سیمې په هیوادونو کښې موجوده د ملګرتیاؤ کچه لوړه کړي او موخه یې، سیمه ایزه ملګرتیا ده.
ولسمشر رئیسي هم داشان وویل: اوس امریکې ته پکار دي چې د اصلي بندیزونو اوچتولو ته خپله اراده ثابته کړي او د بندیزونو د ختمولو په لړ کښې یو باوري ضمانت ورکړي. تیري ګري په ماتې محکومه ده، مقاومت ګټه ور دی او د سیمې هیڅ کومه ستونزه پوځي حل لاره نه لري.
ولسمشر رئیسي هم داشان وویل: د سیمې د ټولو هیوادونو په تیره بیا د ګاونډیانو په لور د دوستۍ لاس اوږدوو. هغه زیاته کړه چې د قطر حکومت د ویانا مذاکرات تعقیب کړي دي او هیله لري چې موافقه وشي او د ایټمي انرجۍ د استعمال حق محترم وګڼل شي.
په دغه ملاقات کښې د قطر امیر په دغه هیواد کښې د روان ۲۰۲۲ کال د فوټبال د نړیوال کپ د سیالیو د ترسره کیدو په مناسبت او په سمبولیکه توګه د قطر د فوټبال د ملي لوبډلې قمیص ولسمشر رئیسي ته ډالۍ کړ.
د ایران د ولسمشر او د قطر د امیر له ملاقات وروسته د دوي په شتون کښې د ایران د بهرنیو چارو، تیلو، لارې او ښار جوړونې، کلتوري میراث او د انرجۍ وزیرانو له خپلو قطري همرتبه ؤ سره د دواړو هیوادونو د ملګرتیا ۱۴ اسناد لاسلیک کړل چې په کښې د الوتکو، سمندري ټرانسپورټ، سوداګرۍ، راډیو او ټیلیویژن، بهرنی سیاست یعنې د ویزې ختمول، بریښنا، سټینډرډ او معیار او کلتوري او روزنیزې برخې شاملې دي.
*
اطلاعات ورځپاڼې په یو بل کوچني خبر کښې د روسیې د ولسمشر خبره راخیستې چې وايي: د ایران په مرستې سره د سوریې د کړکیچ هوارولو ته دوام ورکوو.
سرګئي لاوروف هم داشان وویل: نه پریږدو چې لویدیځوال د سوریې د کړکیچ د هواري لپاره زمونږ ګډلې هلې ځلې بندې کړي او د سوریې لپاره هره حل لاره باید د دغه هیواد د حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ضمانت ورکړي.
*/*/*/*/*موزیک*/*/*/*/
لویدیځ په افغانستان کښې څنګه د قحطۍ د سیاست په کارولو سره غمیزه رامینځته کړه؟
دا د کیهان ورځپاڼې د یوې مقالې سرټکی دی چې ځواب یې د انګلستان پخوانی خارجه وزیر ورکوي. لیکي:
د انګلستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر او (د ژغورنې د نړیوالې کمیتې) په نامه ارګان اجرايي مشر ډیویډ میلیبنډ چې نن سبا کوم خاص مسئولیت نه لري، ویلي دي: لویدیځ د افغانستان په خلکو باندې (د قحطۍ د سیاست) په ورتپلو سره دغه هیواد او حتی ځان هم په یو غمیزه ناک حالت کښې ګیر کړی دی.
په دې خبر کښې لولو چې شپږ میاشتې مخکښې په افغانستان کښې د امریکې په ملاتړ جوړ شوی د اشرف غني حکومت په مشکوک ډول وپرزیده او د کابل کنټرول د طالبانو لاس ته ورغی. په دې موده کښې د افغانستان په خلکو کښې د سختې لوږې او بوږنونکي خبرونه خپاره شول. د رپورټونو له مخې نن سبا د افغانستان ۹۰ فیصده خلک سمدستي او بیړنیو مرستو ته اړتیا لري او ځینو په کښې حتی خپل اولادونه پلوري. په افغانستان له شلو میلیونو زیات خلک په ټول شواروز کښې د یو وخت خواړه هم نه مومي او په داسې اندیښمنونکو حالاتو کښې تیره اونۍ د امریکې ولسمشر جو بایډن حکم ورکړ چې په دغه هیواد کښې د افغانستان کنګل شوې نیمايي شتمني دې د افغانستان په خلکو وویشله شي. یعنې په داسې وخت کښې چې د بشري حقوقو په لړ کښې فعالې موسسې د افغانستان د خلکو د سختې لوږې رپورټونه خپروي او غواړي چې د امریکې حکومت دې د افغانانو شتمنۍ سمدستي آزادې کړي، بایډن د ستمبر د یوولسمې د پيښې د قربانیانو په ګټه د دغو اموالو د مصادره کولو حکم صادر کړ.
کیهان لیکي چې له بلې خوا د انګلستان پخواني خارجه وزیر ډیویډ میلیبنډ د افغانستان په کړکیچ کښې د لویدیځ په کړنلارې باندې په نیوکې سره ګارډین ورځپاڼې ته وویل: مونږ یو ماته خوړلی هیواد غوښته او دا کوم سیاسي جوړښت چې نن سبا په افغانستان کښې وینئ، له دې زیات اغیزناک ترکیب مو هیڅکله نه شو لرلی.
هغه خبرداری ورکړ: د افغانستان کړکیچ دومره ژور دی چې د روان میلادي کال لپاره د دغه هیواد د مالي مرستې په موضوع رسه راتلونکې میاشت د څلور میلیارډ ډالو په اندازه د مرستې کیدونکې غوښتنه به احتمالاً په راتلونکي کال کښې ۱۰ میلیارډه ډالرو ته ورسیږي.
د انګلستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر په امریکې او اروپا کښې د افغانستان د شتمنیو په توقیف کیدو باندې په نیوکې سره زیاته کړه: کوم کار چې مونږ ترسره کوو، د طالبانو لپاره د حالاتو خرابول نه دي بلکې د افغانستان د خلکو لپاره وضعیت لا خرابوي. مونږ طالبانو ته سزا نه ورکوو بلکې دا د افغانستان عامه خلک دي چې د صلحې قیمت ورکوي. دا د قحطۍ سیاست دی.
*/*/*/*/**
کابل چاپ:
د افغانستان له ځینو ویب سایټونو مو هم مقالې او تبصرې راخیستې دي نو په سر کښې د کلید ګروپ دا لیکنه درسره شریکوو چې عنوان یې دی: نوې اردو باید په کومه روحیه وروزل شي؟
لیکي:
د افغانستان ملي دفاع وزارت وايي چې د نوې اردو د جوړولو په چارو کې د پام وړ پرمختګ شوی او په وینا یې ډېر ژر به افغانستان یوه مجهزه او په خپلو پښو ولاړه اردو ولري.
د طالبانو د حکومت د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد څو ورځې وړاندې له ملي ټلویزیون سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل، تر اوسه نېږدې ۱۰زره سرتيري روزل شوي او تر ۸۰زره نورو د ملي اردو په لیکو کې د شمولیت لپاره نوم لیکنه کړې ده:
«قوي امید لرم او کار پرې کوو، په نږدې راتلونکې کې به داسې پر خپلو پښو ولاړه یوه اردو ولرو چې هغه به د خپل هېواد او خپلې خاورې ساتنه کوي، پر هېچا به تکیه نهوي او هېچاته به اړتیا نهلري. په لومړي پړاو کې به ۱۱۰زره اردو ولرو، خو په راتلونکې کې به بیا د هېواد ګټو او اړتیاو ته ګورو.»
خو د پوځي چارو ماهرین په ټینګار سره وايي چې د نوې اردو په جوړولو کې باید پخوانۍ ناکامه تجربې تکرار نهشي او د مشخصو او ځانګړو معیارونو له مخې په تول پوره اردو رامنځ ته کړای شي.
د پوځي چارو کارپوه محمدیوسف امین ځاځی وایي، مخکینۍ اردو چې په هېواد کې د وروستیو سیاسي تحولاتو په نتیجه کې لهمنځه ولاړه، تر ډېره په قومي او ګوندي بنسټ وېشل شوې وه.
د ځاځي په خبره اردو باید په ملي روحیه روزل شوې وي او همداراز په ټولو اړینو تجهیزاتو سمبال وي: «اردو باید په رښتنې توګه ملي وي، په اردو کې د ګوندونو او خوځښتونو هېڅ ډول مداخله د منلو وړ نهده، اردو باید سیاسي نهشي، اردو باید د نړۍ او سیمې هېوادونو او حالاتو ته په کتو تجهیز شي او داسې اردو ولرو چې د هېواد له ارضي تمامیت، ملي نوامیسو، ملي حاکمیت او هېواد له ګټو دفاع وکړی شي.»
د مقالې لیکوال لیکلي چې دغه راز د پوځي چارو بل شنونکی عبدالباري عارض بیا وایي چې اردو باید له اقتصادي پلوه هم په چا پورې تړلې نهوي او دغه راز له هېواد څخه د دفاع، ملي او اسلامي ارزښتونو د ساتنې روحیه ورکړل شي: «هغه اردو نه پاشل کېږي چې د خپل هېواد په اقتصاد رامنځ ته شوې وي، یعنې پر ځان متکي وي.»
د طالبانو لنډمهاله حکومت په داسې حال کې د نوې اردو د جوړولو خبره کوي چې په افغانستان کې د سیاسي بدلونونو په نتیجه کې پخوانۍ اردو دړې وړې شوه، عسکر او صاحبمنصبان یې یا له هېواده ووتل او یا هم په کورونو کېناستل. ځینې مبصرین خو دا هم وايي چې د افغانستان ملي دفاع وزارت باید د نوې اردو په جوړښت او تشکیل کې د تېرې اردو له مسلکي کادرونو او ژمنو کسانو پوره ګټه پورته کړي او پر دندو یې وګماري.
*/*/*/*/*
ژباړه او ترتیب: عبدالماجد درانی