له متحده عربي اماراتو څه دپاسه ۱۵ زره شیعیان ویستل شوي دي
ایکنا- د متحده عربي اماراتو حکومت په لسګونو زره پاکستانی شیعیان هم وویستل او هم ئې د هغوی ټوله شتمنۍ مصادره کړي دي ، چې د پاکستان ډير سپکاوی ښکاري.
ایکنا نیوز د فرانس ۲۴ له قوله راپور راکړی، د متحده عربي اماراتو حکومت له د غه هیواده په لسګونو زره پاکستاني شیعیان په ډير سپک چلند سره ویستلي او د هغوي شتمنۍ ئې مصادره کړي دي چې د پاکستان هیواد یو ډير سپکاوی او بې احترامي ګڼل کیږي.
په راپور کې وئيل شو ي دي ، دغه اقدام د دغو کابو پنځلس زره کسانو یوازې ډيپورټ تر حده محدود نه دی، بلکې آمارات د دوي ټوله بانکي اکاؤنټونه، ټول مالونه او شتمنۍ چې دوي په اماراتو کې د دیره کیدا په مودې کې په زیار او هڅو سره برابرې کړي او ځيني له کابو پنځوسو کلونو راهسې په دغه هیواد کې میشت وو او په دغه هیواد کې یې پانګونې کړي دي.
دوي خالي لاسونو پاکستان ته ډيپورټ کړي او حتی دا هم وئيل کیږي چې د ځينو ډيپورت کړې شویو کسانو کورنۍ لا په اماراتو کې دي او ورسره ډير سپک چلند کیږي.
داپه داسې حال کې دی چې په همدا وروستیو کې متحده عربي اماراتو له پاکستانه په دې خاطر چې د امریکا او ایران ترمینځ د خبرواترو مینځګړیتوب کوي، د ګواښ په توګه له دغه هیواده خپلې ورکړل شوی پور کابو درې میلیارډ ډالرو ډالرو د بیرته ورسپارلو دړکه کړې ده او امارات اوس په اسلامی نړۍ کې د دوهم اسرائيلو په توګه مشهور دي.