د هندوستان ښاریز د سکو په غونډولو سره موټرسایکل واخیست
https://parstoday.ir/ps/news/world-i112634-د_هندوستان_ښاریز_د_سکو_په_غونډولو_سره_موټرسایکل_واخیست
زمونږ خبریال وايي د هندوستان د اسام صوبې یوه ښاریز د ډیرو سکو په راغونډولو سره بالاخره موټرسایکل واخیست .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 23, 2022 10:37 Asia/Kabul
  • د هندوستان ښاریز د سکو په غونډولو سره موټرسایکل واخیست

زمونږ خبریال وايي د هندوستان د اسام صوبې یوه ښاریز د ډیرو سکو په راغونډولو سره بالاخره موټرسایکل واخیست .

د هندوستان دغه ښاریز تر څو میاشتو پورې سکې راغونډې کړې او له سکو ډکه بورې ېې د موټرسایکلو د خرڅولو مرکز ته یوړه او هلته یې په دغو سکو باندې موټر سایکل واخیست .

د سکو دغه بورې دریو کسانو د موټرسایکلو مرکز ته یوړه او  هلته خلکو یوځاې سکې وشمیرلې او ډیر وخت ورباندې ولګید .

د هندوستان ښاریز دغه ارزو وه چې هغه خپل موټر سایکل واخلي او هغه د دغه کار لپاره څو میاشتې سکې راغوندې کړې او د هغه دغه ارزو پوره شوه .