اروپايي اتحادیې د روسیې الوتکو ته خپل هوايي حریم بند کړ
د اروپايي کمیشن مشرې ارسُلا ون ډِر لییِن Ursula von der Leyen بیګا د روسیې الوتکو پرمخ د اروپايي اتحادیې د هوايي حریم د تړل کیدو خبر ورکړ
د اروپايي کمیشن مشر د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست له مسئول جوزپ بورل سره په ګډه خبري غونډه کښې، په دې خبرې سره چې ټولې اروپايي الوتکې به د اروپايي اتحادیې هوايي حریم ته له ننوتو منع کړې شي، وویل: د (رشا ټوډی) او (سپوتنیک) خبري آژانس په شمول روسي رسنۍ هم د اروپايي اتحادیې د بندیزونو په پيکیج کښې شاملې کړې شوې دي.
میرمن دِر لیین ویلي چې په اروپايي اتحادیې کښې د رشا ټوډی او سپوتنیک رسنیو په فعالیت هم بندیز لګیدلی دی.
د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست مسئول هم وویل چې دغه اتحادیه غواړي د یوکراین لپاره د وسلو او سونګو د مالي تامین لپاره د ۵۰۰ میلیون ډالري بودجې وړاندیز وکړي.
جوزپ بورل هم داشان وویل چې د اروپايي اتحادیې خارجه وزیران به له سوئیفټ څخه د روسي بانکونو د حذفولو او د مرکزي بانک خلاف یې د اقداماتو په شمول د روسیې بایکاټونه تایید کړي.