د تهران او ځيني نننۍ نړیوالې ورځپاڼې
https://parstoday.ir/ps/news/world-i112942-د_تهران_او_ځيني_نننۍ_نړیوالې_ورځپاڼې
د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت  کې  یوو، په پیل کې هم د تهران او ورپسې  هم که وخت ؤ نو ځيني بهرنۍ ورځپاڼې به هم د رسره  شریکې کړو ،له مونږ سره ووسئ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 02, 2022 14:19 Asia/Kabul
  • د تهران  او ځيني نننۍ نړیوالې ورځپاڼې

د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت  کې  یوو، په پیل کې هم د تهران او ورپسې  هم که وخت ؤ نو ځيني بهرنۍ ورځپاڼې به هم د رسره  شریکې کړو ،له مونږ سره ووسئ .

دوستانو د تهران درستو ورځپاڼو نن خپل لومړني مخونه  د  حضرت محمد مصطفی(ص) د نیکمرغه مبعث په مناسبت د  اسلامی انقلاب  د معظم لارښود وینا ته په ډير انعکاس ورکولو سره بیل کړي دي .  د تهران  درستو ورځپاڼو  لیکليۍ دي ،  د اسلامی  انقلاب  معظم لارښود حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي پرون  په دې مناسبت  دایران د ټيلیویژنی چینلونو له لارې په ویډیوئي  ویناپه تننۍ نړۍ کښې د موډرن جاهلیت واضح او بشپړه بیلګه د امریکا رژیم وبالۀ او په دې په  ټینګار سره چې د کړکیچ جوړول د امریکا یوه اصلي ځانګړتیا ده وویل د امریکا رژيم کړکیچ رامینځته کوونکی او  کړکیچ زیږوونکی دی او امریکا اساسا یو  مافیايي رژيم دی او په هغه کښې سیاسي ،اقتصادي او د وسلو د جوړولو مافیايي چینلونه په نړۍ کښې کړکچینونه پراخوي ، ورسره مرسته کوي او روزي ترې ترلاسه کوي .

هغه حضرت د امریکا د سیاستونو په کنټرولولو او هدایتولو کښې د مافیايي چینلونو اغیز شیندونکي رول ته په اشارې سره وفرمائيل ؛دغه مافیاګانې چې حتی د امریکا د ولسمشر واک ته رسول او له قدرته څنګ ته کول د هغوې په لاس کښې دي د خپلې بقا لپاره کړکیچ رامینځته کوي او د نړۍ په بیلابیلو سیمو کښې د کړکیچ د مرکزونو رامینځته کولو ته ضرورت لري .

ورځپاڼو لیکلی دي ، د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت ا... العظمی سید علي خامنه اي د خپلې په یوې برخې کې  د داعش په شمول په تیرو کلونو کښې رامینځته شوي کړکیچونه ،د امریکا د مافیائي رژیم د کړکیچ  په رامینځته کولو کښې وبلل او زیاته ئې کړه د دوې په لاس روزل شوي سپي، یعني داعش چې خپله امریکا د دغه ډلې په رامینځته کولو اعتراف کوي، په ښکاره د بې ګناه انسانانو سرونه پرې کول او  ژوندي  ئې په اور کښې سوځول او په اوبو کښې ئې ډوبول چې د امریکا د وسلو د جوړولو کارخانې له دغو کړکیچونو زیاته استفاده وکړي .

ورځپاڼو مخکې لیکلی دي ، د اوکراین کړکیچ د امریکا د سیاستونو نتیجه وبلله او ټینګار یې وکړ : اوکراین نن سبا د امریکا د کړکیچ د جوړولو د سیاست قرباني شوی دی ځکه چې دا امریکا وه چې د اوکراین په کورنیو مسائیلو کښې ئې په لاسوهنې سره د غونډو په ترسره کولو  ، د مخملي او د رنګینې کودتا په رامینځته کولو ، د حکومت د مخالفو کسانو په غونډو کښې د امریکا د سناتورانو په ګډون کولو سره ئې  دغه هیواد دغه حد ته ورسوه .

هغه حضرت په دې خبرې باندې ټینګار سره چې د ایران د اسلامي جمهوریت ثابت دریځ له جنګ سره مخالفت دی وویل ایران د دنیا په هره سیمه کښې  له جنګ ، د خلکو له وژل کیدا او ملتونو د اړونده بیخ بنایانو له تباه کیدا سره مخالف دی .

د تهران  چاپ کیهان ورځپاڼې  هم پخپلې نننۍ ګڼې کې چې له انټرنیټه مو راخستي، لیکلي دي ، د روسیې او اوکریان ترمینځ د رامینځةشوي شخړې په دلیل  په شپږمې ورځې په اروپا کې د طبیعي ګیسو بیّې پنځه دیرش فیصده  زیاتې شوي دي .

 ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دي ،د ایران د اسلامی جمهوریت  خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان  د پارلیمان  د ملی امنیت د کمیشن په ناستې  کې ددې خبرې په کولو سره چې  د ویانا ایټمی خبرې اترې تر ددې دمه پاي ته نه دي رسیدلي ، ټينګار وکړ ، امریکا باید سختې فیصلې وکړي ، چې تر دې دمه ئې داسې کومه فیصله نه ده کړې .

د لبنان د حزب ا... ولسی غورځنګ  عمومی منشي سید حسن نصر ا... په یولړ څرګندونو کې ووئيل ، هغه هیوادونه چې په امریکا ئې اعتماد کړ یدی ، بایدد اوکراین له جنګه عبرت واخلي .

روئيټرز خبري آژانس  راپور ورکړی ،  دچین په وسیله د  ایران دتیلو اخستل  د بندیزونو له وخته له مخکې پړاوه لازیات  شوي دي .

د جاپان  لومړي وزیر فومیو کیشیدا   د غیر ایټمی  اصولو په ساتلو باندې په ټينګار سره ووئيل دغه هیواد به دامریکا د ایټمي وسلو کوربه نشي  او دا وړاندیز ردوي .

        داهم د  تهران چاپ ابرار ورځپاڼه ده چې پخپل انټرنیټي سایت کې ئې نن لیکلي دي ،د ایران د اسلامی جمهوریت  ولسمشر ابراهیم ریئسي په یولړ څرګندونو کې ووئيل ،ایران   د روسیې او  اوکراین ترمینځ  د سولې له بیرته ټينګیدا سره د مرستې لپاره ډيپلوماټيک رول لوبونې ته تیار دی .

د خارجه وزارت ویندوي سعید خطیب زاده  د امریکا دخارجه وزارت د ویندوي دڅرګندونو په ځواب کې ووئيل ،  ایران د یوې ښې موافقې دترلاسه کولو لپاره تیار دی ، خو تر ابده  منتظر نه پاتیکیږي . له دې سره په یووخت  د انګلستان مرکچي ټيم مسئول هم په خپل یوه پیغام کې لیکلي دي ،د ویانا په ایټمي خبرواترو کې د باقي پاتې  مسئلو د  حل لپاره فی الحال  کار  او هلې ځلې  دوام  لري .  له دې سره په یووخت خبری سرچینو داهم وئيلي  چې  د  ایران د ایټمي موضوع په چورلیزتوب سره  د فرانسې او عربستان خارجه وزیرانو پخپلو کې سره  خبرې اترې او مشورې کړي دي .

 ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي ،د ایران د پوځ لوي درستیز تورن جنرال محمد باقري  د مبعث د نیکمرغه اختر په مناسبت  په یوه پیغام کې روښانه کړې د ه ، ایران  له اسلامی هیوادونو سره  د دفاعي او پوځي ملګرتیا د پراختیا لپاره بشپړ تیار دی .

د جاپان حکومت پرون په یوه پيّلي اقدام کې په اوکراین د روسیې په حملې پسې  د  روسیې د ولسمشر ، دفاع او خارجه وزیرانو په ضد بندیزونه ولګول  چې ډیری شناندي اوکارپوهان وائي  د جاپان چارواکي بیا هم له  تاریخه  عبرت نه اخلی  او هماغه راز تیروتنې کوي .

          داهم د تهران چاپ رسالت ورځپاڼه ده چې پخپل انټرنیټي سایټ کې ئې  نن لیکلي  دي  د اوکراین او روسیې ترمینځ جنګ زور اخستی او وئيل کیږي ، اوکراین په داسې حال کې چې  ولسمشر زلنسکي ئې  د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره    د روان بحران په اړه دلیدوکتو ګروهنه ښودلې ،  ددونتسک په مختلفو ښارونو باندې ئې توغندوی بریدونه کړي دي . له دې سره په یووخت خبری سرچینو داهم وئيلی دي چې  د  اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي  له اروپائي اتحادئې غوښتي دي چې   په اروپائي اتحادئې  کې دې د اوکراین له غړیتوب سره موافقه وکړي ، چې وروستي راپورونه ښئ داروپائي اتحادئې پارلیماني شورا  د اوکراین دغړیتوب له منلو سره موافقه کړې ده .

 د سورئې په دیرالزور او الحسکه ولایتونو کې ددغه هیواد  پوځ او مقاومتي ځواک  د تکفیری ترهه ګرو یو شمیر پټنځایونه  تباه کړي او یو شمیر مرګ ژوبلې ئې هم وراړولي دي .

په ویانا کې د ایران او ۴+۱ډلې ترمینځ په ایټمي خبرواترو  کې د روسیې  دایټمي مرکچي ټيم مسئول میخائيل اولیانوف  په یو لړ څرګندونو کې ووئيل  په زیات احتمال سره به د  راتلونکي اونۍ تر پاي پورې  دایټمي موافقې  د درستو مادو په باب پخلا کیدل سره پاي ته ورسیږي .

 د افغانستان په ځينو سیمو کې د  افغانستان د ولس په ضد د امریکا او اروپائي هیوادونو دغچ اخستونو اقداماتو په ضد  مظاهرې او اعتراضونه هماغه راز دوام لري .

                 اوس هم راګرځو ځينو هغو نړیوالو خپرونو ته چې  دافغانستان په اړه ئې لیکنې کړي دي ، البته باید ووایو چې دغه لیکنې ددغو ورځپاڼو خپل دریځونه دي .

د اتلانتیک شورا څېړنیر مرکز

د اتلانتیک شورا څېړنیز مرکز پر خپله وېبپاڼه کې  په خپرۀ شوي مطلب کې د افغانستان اقتصادي ستونزو ته کتنه کړې ده.

په مطلب کې راغلي، د طالبانو له واکمنۍ مخکې د افغانستان اقتصاد، ملي بودجه او د افغانۍ ارزښت تر ډېره حده پر نړیوالو مرستو تکیه وو، خو د دې سرچینو له ناڅاپي بندېدو او د کورني اقتصاد د فعالیت له درېدو سره سم افغانۍ را ولوېده او په نتیجه کې یې د اړتیا وړ لومړنیو موادو  بیې لوړې شوې.

خپرونه زیاتوي، د سختې وچکالۍ، په بهر کې د افغانستان بانک د شتمنیو د کنګل کېدو او د نړیوالو د مرستو د بندېدو له کبله د افغانستان ډېری خلک له قحطۍ سره مخامخ شوي دي.

خپرونه د مطلب په دوام لیکي چې د بشري مرستو رسول، د افغانستان روانې اقتصادي ستونزې په موقتي ډول حل کولی شي، خو ناټو موسیسه په دې مطلب کې وړاندیز کوي چې پر بهرنیو مرستو د افغانستان د اتکا د کمولو او افغانانو ته د هیلو د ورکولو لپاره باید د دې هېواد اقتصاد په یوه ډول سره فعال وساتل شي او د افغانۍ ارزښت باید بېرته لوړ شي.

       ګلف ټوډې ورځپاڼې د طالبانو وروستیو امنیتي اقداماتو ته په یوه تحلیل کې کتنه کړې او لیکي، طالبانو په کابل او نورو ښارونو کې کور په کور تلاشۍ پیل کړي دي.

ورځپاڼه د طالبانو د ویاند ذبیح ا... مجاهد وینا را اخیستې چې وايي، دا عملیات  د وسلو او هغو مجرمانو د موندلو لپاره  کېږي چې د غلاوو او اختطافونو  په وروستیو پېښو کې لاس لري.

ښاغلي مجاهد ویلي، د دې عملیاتو په ترڅ کې په کابل کې لسګونه مجرمان، اختطافګر او قاچاقبران نیول شوي دي.مجاهد همدا راز ویلي چې په دې ترڅ کې سلګونه سپکې او درنې وسلې، راکټ لانچرې او لاسي بمونه ضبط شوي، خو ګلف ټو ډې لیکي که څه هم د کابل ځینو اوسېدونکو د کور په کور تلاشیو ملاتړ کړی او دا کار یې د امنیت د ټينګښت لپاره مهم بللی دی ولې دې عملیاتو ډېری هغه کسان اندېښمن کړي چې له پخواني حکومت سره یې اړیکې لرلې.