څو سختو چاودنو د عراق اربیل سیمه ولړزوله
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د عراق رسنیو د هیواد په اربیل سیمه کښې د څو سختو چاودنو د غږونو د اوریدا خبر ورکړی.
د عراق «اخبار» ټيلي ويژن وویل د دغو چاودونو د غږونو له اوریدا وروسته د عراق په اربیل کښې له «قسری» سیمې څخه تور لوږي هوا ته پورته شول.
د عراق د رسنیو د راپورو پراساس همدا اوس د عراق په اربیل کښې د امریکا په کنسولګرۍ کښې د توغندیو ضد سیسټمونه فعال شوي دي.
د عراق د کردستان سیمې په اربیل کښې امریکا، صهیونیسټ رژيم او ځینې عرب هیوادونه د ترهګرۍ ستر مرکزونه لري او دغه هیوادونه په اربیل سیمه کښې ټروریسټانو ته پوځي روزنې، وسلې او تجهیزات ورکوي چې هغه د ایران د اسلامي جمهوریت پرضد استعمال کړي.
د عراق اکثره خلک له اربیل سیمې څخه د امریکا او د اسرائیلو د ځواکونو او د جاسوسۍ ادارو د مامورینو د ایستلو غوښتنه کوي.