د خپلو ګاونډيانو په نسبت هیڅ ډول بد نیّت نه لرو 
https://parstoday.ir/ps/news/world-i113030-د_خپلو_ګاونډيانو_په_نسبت_هیڅ_ډول_بد_نیّت_نه_لرو
  پوتین  له هیوادونو سره داړیکو دعادي کولو لپاره  د روسیې  دچمتووالی په اعلانولو سره  ټينګار وکړ ، د روسیې بایکاټونکي هیوادونه  خپل ځان ته تاوان رسوي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 05, 2022 01:59 Asia/Kabul
  • د خپلو ګاونډيانو په نسبت هیڅ ډول بد نیّت نه لرو 

  پوتین  له هیوادونو سره داړیکو دعادي کولو لپاره  د روسیې  دچمتووالی په اعلانولو سره  ټينګار وکړ ، د روسیې بایکاټونکي هیوادونه  خپل ځان ته تاوان رسوي .

 فارس خبری آژانس راپور ورکړ ، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پرون په یولړ څرګندونو کې ټينګار کړی ،  چې  د خپلو ګاونډیانو په باب هیڅ ډول بد نیّت نه لرو  ،البته روسیه د نورو هیوادونومنفي اقداماتو ته کلک ځواب ورکوي .

 د  روسیې ولسمشر  د حالاتو  نه خرابولو په باب  ګاونډیو هیوادونو ته په خبرداری  ورکولو سره  اعلان کړی ، د روسیې درست اقدامات یوازې د دغه هیواد په ضد دغلیمانه اقداماتو په غبرګون کې ترسره کیږي .

  پوتین  له هیوادونو سره داړیکو دعادي کولو لپاره  د روسیې  دچمتووالی په اعلانولو سره  ټينګار وکړ ، د روسیې بایکاټونکي هیوادونه  خپل ځان ته تاوان رسوي .

 دروسیې ولسمشر   په اوکراین کې د ځانګړو پوځي عملیاتو  دوام ته په اشارې سره  ووئيل ،  روسیه  یوازې د نورو  هیوادونو منفي اقداماتو ته کلک ځواب ورکوي .

 د روسیې له پولو سره ندزې د لویدیځي  هیوادونو په تیره بیا دامریکا لمسونکو خوځښتونو پسې  د فرورۍ په څلورویشتمه نیټه د  اوکراین په ختیځ کې  د دونتسک او ولوهانسک   جمهوریتونو دمشرانو له خوا د پوځي مرستې  غوښتنې ته په ځواب کې په دونباس سیمې کې  د ځانګړو پوځي عملیاتو فرمان صادر کړ  چې  تر نن لسمې ورځې پورې دوام لري او  د روسیې ځانګړي ځواکونه د اوکراین  پلازمینې کی یف ښار ته هم رسیدلي  او دغه راز یو شمیر ښارونه او ښارګي هم د روسیي ځواک په نیواک کې ورغلي دي .