د کانګو هیواد ودګني له دریو خویندو سره واده کړی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i113048-د_کانګو_هیواد_ودګني_له_دریو_خویندو_سره_واده_کړی
زمونږ خبریال وايي د افریقا د لوې وچې په کانګو هیواد کښې دوه دیرش (۳۲) کلن ودګني په یووخت له دریو انجلیو سره چې خویندې دي د واده په کولو سره ټوله دنیا حیرانه کړي ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 05, 2022 10:53 Asia/Kabul
  • د کانګو هیواد ودګني له دریو خویندو سره واده کړی

زمونږ خبریال وايي د افریقا د لوې وچې په کانګو هیواد کښې دوه دیرش (۳۲) کلن ودګني په یووخت له دریو انجلیو سره چې خویندې دي د واده په کولو سره ټوله دنیا حیرانه کړي ده .

د کانګو هیواد د «کیو »سیمې دوه دیرش کلن لوریز څو ورځې مخکې له دریو خویندو چې نتالي ، نادیګي او نتاشا نومیږي په یووخت واده وکړ .

د کانګو هیواد دوه دیرش کلن ښاریز وايي چې ما په اینټرنیټ باندې د نتالي په نوم له یوې  انجلۍ سره دوستي شوه او بیا د کتنو لړۍ روانه شوه او د واده فیصله مې وکړه .

راپورونه وايي کله چې دوه دیرش کلن لوریز د نتالي دوې نورې خویندې ولیدلې نو درې واړه یې خوښې شوې .

عجیبه خبره دا چې دغو دریو خویندو له دوه دیرش کلن لوریز سره واده کولو ته غاړه کیښودله او درې واړو خویندو په یوه ورځ کښې له دغه سړي سره واده وکړ .