د حضرت امام حسین(ع)نیکمرغه زوکړه دې پرټولومبارک وي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i113092-د_حضرت_امام_حسین(ع)نیکمرغه_زوکړه_دې_پرټولومبارک_وي
  د تهران ریډیو درست کارکونکي په دې مناسبت د زړه له کومې مبارکي وائي .  
(last modified 2023-10-10T11:15:55+00:00 )
Mar 06, 2022 14:37 Asia/Kabul
  • د حضرت امام حسین(ع)نیکمرغه زوکړه دې پرټولومبارک وي

  د تهران ریډیو درست کارکونکي په دې مناسبت د زړه له کومې مبارکي وائي .  

د اسلام د ګران پیغمبر  حضرت محمد مصطفی(ص) دیوه لمسي او دامامت او ولایت د آسمان ددریم ځلانده ستوري حضرت امام حسین علیه السلام  د نیکمرغه زوکړې د کلیزې  له رارسیدا سره په یووخت  دعراق په کربلاکې  د  هغه بزرګوار سپيڅلی حرم د لکونو عراقیانو او نورو بهرنیانو زیارتوالو  کوربه دی

 د رجب د میاشتې دریمه  نیټه د  حضرت امام حسین علیه السلام د نیکمرغه زوکړې ورځ ده چې  ددغې ورځې په درنښت اوعظمت ته په پام سره  داسلامی انقلاب  ارواښاد لارښود حضرت امام خمینی  په ایران کې دغه ورځ د پاسدار ورځ هم نومولې ده .

په دې مناسبت  په درستې نړۍ په تیره بیه په درست ایران کې ولولناک جشنونه روان دي ، او  دغه راز  په دغو جشنونو کې ګډون وال او ویناوال د  حضرت امام حسین علیه السلام د سیرت او عظمت په بیانولو او اوریدو سره  خپله مینه  ماتوي .

  د تهران ریډیو درست کارکونکي په دې مناسبت د زړه له کومې مبارکي وائي .