په ترکیې کې د اسرائیل په ضد پراخې مظاهرې
بې له شکه د یو سیاستوال لپاره تر ټولو د کمزورتیا ټکی دا دی چي دښمن یې له اهدافو او هیلو خبر وي.
په داسي حال کې چي رجب طیب اردوغان داسي انګیړي چي د لوېدیځي اسیا تر ټولو ستر اقتصادي، سیاسي او فوځي ځواک دی او نړیوال قدرتونه په سیمه کې د ګښت او ګذار او د سیمي له هیوادونو سره د قراردادونو د لاسلیکولو لپاره باید له ترکیې څخه اجازه واخلي، په ناڅاپه د ځینو کورني ستونزو سره تر مخامخېدو وروسته، په عمل کې خپل ټول شعارونه له یاده باسي او شاتګ کوي.
دغه شاتګ، امریکې ته د ترکیې د پلاوی له سفرونو، او له مصر، امارات او سعودي عربستان څخه د سفر لپاره د اردوغان له غوښتنو سره پیل شو، هغه هیوادونه چي مخکې له دې د ترکیې د ناکامه کودتا لاملین او د دې هیواد دښمن معرفي شوي وه، یادبهیر ترکیې ته د صهیونیستي رژیم د رئیس په سفر سره دوام موندلی دی.
د صهیونیستي رژیم رئیس اسحاق هرتزوګ تېره ورځ د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په بلنه، انکارا ته ننوتل او له هغه سره یې خبري اترې وکړې. د ترکیې د ملي اسعارو د ارزښت تر کمېدو او د بې روزګاریو تر زیاتېدو وروسته په ترکیې کې اقتصادي بحران دې حد ته رسېدلی دی چي خلګ د نس په موړولو پسې لالهانده شوي دي.
د دې شرایط په هکله باید وویل شي چي د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د دې هیواد د محدودو سیاستوالانو څخه دی چي د دې هیواد د چارو په مدیریت کې رکارډ جوړ کړی او د دوو پرلپسې لسیزو لپاره یې د دغه مسلمان هیواد واک په خپل لاس کې نیولی دی.
داسي ښکاري چي اردوغان او د هغه سلاکاران فکر کوي چي مخکنیو سیاستونو ته په استنېدو سره د ترکیې ستونزې هوارېدایشي، او له داخلي کړکېچونو څخه نجات مومي، د اسرائیل د رژیم رئیس ته یې د سفر بلنه ورکړې ده.
اردوغان چي په تېرو دوو لسیزو کې تل د فلسطین د ملاتړ شعارونه ورکول او په ۲۰۰۹ میلادي کال کې د نړیوال اقتصاد د ټولنې په غونډه په داووس کې د هغه وخت د صهیونیستي رژیم رئیس شیمون پرز وېناو ته سخت غبرګون ښودلی و او د غزې په تړانګې باندې د اسرائیلو په برید اعتراض کړی و د برنامې د مجري ځواب کې ویلی و چي نور په یاده غونډه کې به ګډون نه وکړي.
تر یادي غونډي، او غزې ته د ترکیې د مرستندویې کښتۍ تر ویشتل کېدو وروسته د اسرائیل او د ترکیې تر مینځ ټنشنونه خورا زیات شو، ترکیه او صهیونیستي رژیم په ۲۰۱۸ میلادي کال کې تر یو ستر اختلاف وروسته، د یو بل سفیران یې وایستل، له هغه نه وروسته د دواړو لورو تر مینځ اړیکې په ظاهر کې ورانې وي، لیکن اوس داسي ښکاري چي د یادو ټنشنونو سره سره، د ترکیې ولسمشر چي د داخلي ستونزو او اقتصادي بحران سره مخامخ دی د اسرائیل د رژیم له رئیس څخه په بلنې سره، د ترکیې د ملي اسعارو د بې اعتباره کېدو ستونزه هواره کړي.
لیکن ترکیې ته د اسرائیلو د توکم پالي رژیم د رئیس سفر د اردوغان د دولت ستونزې زیاتې کړي دي، د مثال په توګه، د ترکیې د اسلام پاله سعادت ګوند سرمنشي تمل کرم ا... اوغلو د ترکیې مسلمانانو ته بلنه ورکړې چي د دې هیواد په ۸۱ ولایتونو کې د صهیونیستي رژیم د رئیس اسحاق هرتزوګ سفر ته په اعتراض کې مظاهرې وکړي. دغه ترکی سیاستوال چي په خلګو کې زیات نفوذ او احترام لري شیمون پرز ته د اردوغان اعتراض موضوع په هشتګ سره ټرند کړې او لیکلی دی چي ظالمان په ترکیه کې څه کوي!!
ترکیې ته د اسرائیلي رژیم د رئیس له سفر سره هممهاله، د دې هیواد په مختلفو ښارونو کې خلګ په مظاهرو لاس پوري کړي او د اسرائیلي رژیم سره د ترکیې د اړیکو له جوړولو سره کرکه او مخالفت څرګند کړي، مظاهره کوونکو د استانبول په اصلي میدان کې په راغونډېدو سره د صهیونیستي منحوس رژیم په ضد شعارونه ورکړل او د دې رژیم رئیس اسحاق هرتزوګ ته یې خپله کرکه او اعتراض وښودله او د صهیونیستي رژیم بیرغ ته یې اور واچول.
د پام وړ ټکی دا دی چي له ۲۰۰۸ میلادي کال را په دې خوا دا لومړی ځل دی چي یو صهیونیست په اصطلاح سره د ولسمشر په توګه ترکیې ته سفر کوي، په حقیقت کې د ترکیې خلګ چي عربي هیوادونو ته د اردوغان د سفر په وړاندې چوپه پاتي شوي تیار نه دي چي له صهیونیست رژیم سره د ترکیې د اړیکو رغونه ومني.