د امریکا تر ټولو اوږد ګاډی چې هوټل هم لري
https://parstoday.ir/ps/news/world-i113326-د_امریکا_تر_ټولو_اوږد_ګاډی_چې_هوټل_هم_لري
زمونږ خبریال وايي د امریکن ډریم (American Dream) په نوم د دنیا تر ټولو اوږد لموزین ګاډي د خپل اوږدوالی له شپیتو څخه تر سلو فټو په زیاتولو سره نړیوال ریکارډ مات کړ او خپل نوم یې په ګینیز بک اف ورلډ ریکارډ کښې بیا ثبت کړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 12, 2022 08:18 Asia/Kabul
  • د امریکا تر ټولو اوږد ګاډی چې هوټل هم لري

زمونږ خبریال وايي د امریکن ډریم (American Dream) په نوم د دنیا تر ټولو اوږد لموزین ګاډي د خپل اوږدوالی له شپیتو څخه تر سلو فټو په زیاتولو سره نړیوال ریکارډ مات کړ او خپل نوم یې په ګینیز بک اف ورلډ ریکارډ کښې بیا ثبت کړ .

په دنیا کښې ډيرې خلک بیلابیلې ګروهنې او شوقونه لري څوک په کور کښې ځناور ساتي او ځینې بیا غواړي چې ورسره بیلابیل ګاډي او موټرسایکلونه وي .

نن مونږ تاسو ته د داسې لموزین ګاډي په هکله معلومات درکوو کوم چې د دنیا تر ټولو اوږد ګاډی دی او د هغه نوم امریکن ډریم دی .

د یوه ښه هوټل په ټولو اسانتیاو سنبال دغه لموزین ګاډی په نولس سوه نویمي میلادي لسیزې کښې د امریکا  د ګاډو یوه طراح  جوړ کړی و او په ګینیز بک اف ورلډ ریکارډ کښې د دغ ګاډي نوم ثبت شوی هم دی .

اوس د دغه ګاډي اوږدوالی له شپیتو فټو څخه سلو ته ورزیات کړی شوی او اوس بیا د هغه نوم په ګینیز بک اف ورلډ ریکارډ کښې شامل کړی شوی دی .

دغه ګاډي تراوسه په څو فیلمونو کښې هم استعمال شوی چې له کبله یې یو  څه خرابی پکښې راغلی دی .

په دغه لموزین ګاډي کښې د هیلي کوپټر د کوزیدا یوځای ، یو د ګرمو اوبو ټب ، د لمبو یو ډنډ او یوشمیر نور شیان شته .