د ایران او پاکستان ځينو نننیو ورخپاڼو ته یوه ځغلنده کتنه
د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې دی ، په پیل کې درته د تهران او ورپسې همد پاکستان ځيني ورځپاڼې درسره شریکې کوو. هیله ده دا ستفادې وړ مو وګرځي .
داهم د تهران چاپ کیهان ورځپاڼه ده چې پخپل ننني انټرنیټي سایټ کې ئې لیکلي دي ، د اسلامی انقلاب معظم لارښود او د مسلمانانو ولی امر حضرت آيت ا... العظمی سید علی خامنه اي په اروپا کې د محصیلینو داسلامی ټولنو د اتحادئې شپږپنځوسمې غونډې ته پخپل پیغام کې ورسوتیو سیاسی او پوځي بدلونونو ته په اشارې سره روښانه کړې ده ،د سم دریځ ټاکنه او دجبهو جوړولو پيژندل،د حق د جبهې په ګټه دي .
ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي،نړیوالو خبرو او خبري سرچینو په ډاګه کړې ده ،لویدیځ او تحریف شوي بهیر په ګډو دروغو سره ،د ایران او روسیې په ضد د دباؤنو زیاتول په ایجنډا کې راوستي دي،په د اسې حال کې چې دا امریکا او اروپایان دي چې تر دې د مه ئې له خپلې خوا یوې ښې موافقې ته د رسیدا لپاره هیڅ عملی نوښت نه دی وړاندې کړی او د ایران په ضد دبندیزونو په نه لغوه کولو او دضمانت په نه ورکولو سره ئې دجامعې نړیوالې ایټمي موافقې خبرې اترې بندون ته کاږلي دي .
ورځپاڼه بیا لیکي ، روئيټرز خبری آژانس پخپل یوه وروستي راپور کې وئيلي دي ، د اوکراین اوروسیې جنګ د امریکا د وسلو جوړونکو کمپنیانو ته لازیاته ځلا ورپه برخه کړې ده.
د ایران د اسلامی جمهوریت بهرنی تجارت به د ۱۴۰۰لمریزکال تر وروستو پورې سل میلیارډ ډالرو ته ورسیږي .
د امریکا خارجه وزارت کانګرس په خپل وروستي راپور کې په ډاګه کړې ده چې ایران،د جنرال قاسم سلیماني له قاتلانو په غچ اخستنې کې جدي دی .
داپه داسې حال کې دي چې د عراق خبری سرچینو د عراق په شمال کې واقع اربیل ولایت کې د امریکا دیوې پوځې اډې شاوخوا د درنو چاودنو غږوونو د دآوریدو خبر ورکړی دی .
د عربستان دکورنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې وئيلي دي ، په یوه ورځ ئې هغه اتیا کسان پانسي کړي دي،چې د آل سعود رژيم په ضدئې په اعتراضونو کې برخه اخستې او د سعودي دنظام په ضد ئې فعالیتونه کول. ځينو خبری سرچینو وئيلی دي،چې په پانسي شوو کسانو کې یو دیارلس کلن زلمی هم ترسترګو کیږي
داهم د تهران چاپ ابرار ورځپاڼه ده چې پخپل انټرنیټي سایټ کې ئې نن لیکلي دي ، د ویانا په ایټمی خبرواترو کې د ایران دپلاوي رسندوئي سلاکار ووئيل ، د ایران او ۴+۱ډلې ترمینځ دجامعې نړیوالې ایټمي موافقې دخبرواترو په نهائي مرحلې کې اصلی خنډ د بندیزونو له لیرې کولو سره دامریکا مخالفت دی ، داپه د اسې حال کې دي چې د اروپائي ټرائيکا په یوې خبرتیا کې راغلی دي ، له جامعې نړیوالې ایټمي موافقې ورآخوا غوښتې ددغې نړیوالې ایټمي موافقې د له مینځه وړلو سبب کیدلی شي .
همداراز د ایران د اسلامی جمهوریت د ایټمي انرژۍ د ادارې مشر محمد اسلامی ددې خبرې په کولو سره چې د ایټمي انرژۍنړیوال آژانس د قوانینو او مقرراتو په اساس ، په سیاسی ارتباطاتو اونفوذ سره ،د مقرراتو او قوانینو له چوکاټه بهر د مونږ اړیکې نشي کنټرولولی او پر مونږ تورونه نشي لګولی ووئيل ، هیڅکله به اجازت ورنکړو ،څو د صهیونیسټانو په دغه ډول شیطنتونو او نفوذ سره پر مونږ داسې چټي او بې ځایه تورونه ولګوي .
د لبنان خارجه وزیر عبدا... بوحبیبب په یولړ څرګندونو کې ووئیل ، له ځينو عربانو سره دمونږ اړیکې په ښه کیدا دي او باید په موجوده حالاتو کې ټول د لبنان له حکومت سره مرسته وکړي څو شخړې او ترینګلتیاوې پيزواني کړائ شي .
د چین په مرستې سره د پاکستان هوائي ځواک د جې -۱۰ سی ډوله جنګي الوتکو سنبال شو .
= داهم د تهران چاپ رسالت ورځپاڼه ده چې په انټرنیټي سایټ کې ئې نن لیکلي دي ، دایران د اسلامی جمهوریت د آذربایجان غربی ولایت د اطلاعاتو د برخې عمومی مدیر په یوې ناستې کې وئيلی دي ، په دغه ولایت کې له صهیونیسټي رژيم سره اړونده د جاسوسۍ او ورانکارۍ تر ټولو ستر چینل کشف او تباه کړائ شوی دی او یوشمیر کوڅه ډبي کسان ئې چې په دغو چینلونو کې جذب شوي وو ، نیولی دي.
ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دي ، د عراق په پلازمینې بغداد کې د ایران او سعودي عربستان ترمینځ د خبرواترو کیدونکی پنځم پړاؤ بل وخت ځنډول شوی دی ، البته ځينو سرچینو وئیلي دي ، د راتلونکي پړاؤ د خبرواترو وخت هم نه دی ښودل شوی .
د ایران داسلامی شورا دبهرنی سیاست د کمیشن یوه مسئول مقام سید جواد حسینی کیا په ډاګه کړې ده ، حتی که جامعه نړیواله ایټمی مو افقه احیا هم نه شي ،نو د ایران اسلامی جمهوریت به له خپلو قانوني غوښتو لاس په سر نشي .
دعراق خبرو سرچینو په یوه فوري خبر کې وئيلي دي ، د عراق په اربیل کې د امریکا دکونسلګرۍ په شواخوا کې د موساد په یوشمیر مرکزنونو باندې دولس توغندي لګلیدلي او د امریکا د کونسلګرۍ د خطرې سایرنونه او آوریدل شوي دي .
د صهیونیسټي یروشلم پُسټ خپرونې پخپل وروستي راپور کې په ډاګه کړې ده ، دتل ابیب د رژيم په سر د ایران د بې پيلوټه الوتکو د قدرت سیوری په جدي خطرې بدل شوی دی .
د اروپائي اتحادئې دبهرني سیاست د کمیشن مشر جوزف بورل بلاخره په یولړ ایشواکونکو څرګندونو کې ووئيل ، ډیره تیروتنه مو کړې چې اوکراین ته مو په ناټو کې دغړیتوب ژمنه ورکړې .
په پاکستان کې سیاسی دنګل بیا پورته شوی او د حکومتي لوري او اپوزیشن ترمینځ سیاسی ترینګلتیا تر خطرناک حده رسیدلې او وئيل کیږي ، چې راتلونکي دوې میاشتې د پاکستان د سیاسی برخلیک لپاره ډيرې مهمې دي . داهم وئيل کیږي ، چې ښائي د پاکستان د سیاسی حالاتو په خرابولو کې د امریکائي استعمار لاسونه له ورایه لیدل کیږي .
او س هم راګرځو د پاکستان ځینو ورځپاڼو ته چې له انټرنیټه مو راخستي او له تاسو سره ئې شریکې کوو ،البته باید ووایو چې دغه لیکنې ددغو ورځپاڼو خپل د ریځونه دي .
د پاکستان دنیانیوز ورځپاڼې پخپل انټرنیټي سایټ کې نن لیکلي دي ،د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د واکمن ګوند تحریک انصاف د مشرانو غونډه بللې څو د اپوزیشن دروانو فعالیتونو په باب ځیني مهمې فیصلې وکړي او همداراز وئيل شوي دي ، چې د حکمران ائيتلافي ګوندونو د مشرانو غونډه هم ممکنه ده نن ترناوخته په اسلام اباد کې ترسره شي او راپورونه ښئ چې په دغه هیواد کې سیاسی دنګل ممکنه ده ، دسیاسی راتلونکي لپاره یو خطرناکه ځیری ثابت شي .
ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دي ،په پاکستان کې د کوویډ -۱۹ډوله ناروغي یا هماغه کروناي ویرسو خوریدا په کمیدا ده او په تیرو څلورو ویشتو ساعتونو کې په درست پاکستان کې د کرونائي ناروغۍ له امله درو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی او دغه راز په کرونا ککړ شوي شپږ سوه نهه کسان پیژندل شوي دي
د پاکستان په خاوره باندې د هندوستان له خوا په تیروتنې سره د یوه لګیدلي توغندي د پایلو په باب په دغه هیواد کې د پوځي اوسیاسی مشرانو ناستې هم پیل شوي او دا چاره ئې د یوې خطرناکې لوبې ځيری ورکونکي بللې ده. داپه داسې حال کې دي چې هندوستان منلې ده ، دغه توغندی په تیروتنې سره د پاکستان په خاورې لګیدلی دی ، خو ځیني سرچینې دا یوازې تیروتنه نه ، بلکې د یوه ایټم بم لرونکي هیواد له خوا د بل ایټم بم لرونکي هیواد دځيرتیا او غبرګون امتحان ګڼي .
= داهم د پاکستان جنګ ورځپاڼه ده چې پخپل انټرنیټي سایت کې ئې لیکلي دي ، د امریکا خارجه وزیر آنتونیو بلینکن ووئیل ، امریکا د اوکراین لپاره نوره اضافي پوځي مرستې هم تصویب کړي دي او ډير زر به دغه تجهیزات او وسلې اوکراین ته ولیږدول شي ، داپه داسې حال کې دي چې د اوکراین ولسمشر زلنسکي د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په راتلونکي کې د لیدوکاتو وړاندیز کړی ،څو د روسیې او اوکراین ترمینځ روانه شخړه په خبرواترو سره حل کړئ شي.
د پاکستان د مرکزي حکومت په ضدد اپوزیشن لوری له خواپه ولسی جرګې کې دعدم اعتماد مسودې له وړاندې کیدا وروسته په واکمن ائيتلاف کې د اختلافاتو ګونګوسې آوریدل کیږي ، د دغه هیواد دکورنیو چارو و زیر شیخ رشید احمد په یولړ څرګندونو کې وئيلي دي ، په ولسی جرګې کې د پنځو استازو لرونکی لوری هم د پنجاب صوبې د اعلی وزارت د ترلاسه کولو لپاره باج یا کلنګ (بلیک میل کول) غواړي ،خو باید ائيتلافي لوري دې په دغه مشکل وخت کې له ځينو نارواؤ غوښتنو لاس په سر شي ، داپه داسې حال کې دي چې د واکمن ائيتلاف یوه مضبوط ګوند مسلم لیګ ق مشران وائي که د پنجاب صوبې مشري دوي ته ورنه کړل شي نو م ممکنه ده دوي له واکمن لوري سره پخپل ائيتلاف بیا کتنه وکړي .
په کراچۍ کې ټارګټ کلینګ یو ځل بیا سر راپورته کړی او وئيل کیږي ، چې په کراچۍ کې ناپيژاندو کسانو یوه مدني فعال سلیم حیدر له خپل کوره د وتلو په وخت په ټکه وژلی دی . له دې سره په یووخت په همدغې کراچئ کې په نوري آباد سیمې کې د جماعت اسلامی ګوند پر یوه مشر امتیاز پالاري هم حمله شوې چې دی پکې زخمي او ډرائيور ئې هم وژل شوی دی .
په افغانستان کې د طالبانو د موقته حکومت د سرحداتو سرپرست وزیر وئيلی دي ،له پاکستان سره به د جلال آباد او پيښور او دغه راز د کندهار او چمن او کویټه ترمینځ د مسافروړونکو بسونو دتګ راتګ موافقه ډیره زر لاسلیک شي .
(سیماب)