ترکیه د روسیې په بایکاټولو کښې د لویدیځ ملګرتیا نه کوي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i113412-ترکیه_د_روسیې_په_بایکاټولو_کښې_د_لویدیځ_ملګرتیا_نه_کوي
د ترکیې خارجه وزیر په زغرده وویل چې انقره به د روسیې په بایکاټولو کښې د لویدیځ ملګرتیا ونه کړي
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 14, 2022 04:22 Asia/Kabul
  • ترکیه د روسیې په بایکاټولو کښې د لویدیځ ملګرتیا نه کوي

د ترکیې خارجه وزیر په زغرده وویل چې انقره به د روسیې په بایکاټولو کښې د لویدیځ ملګرتیا ونه کړي

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر د انتالیا د ډیپلماسۍ په غونډه کښې د روسیې خلاف د بندیزونو لګولو په هکله د ترکیې د دریځ په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کښې وویل: مونږ فکر کوو چې بندیزونه ستونزه نه هواروي. د مثال په توګه د هوايي حریم بندیدل، مونږ نه شو کولې چې د مونټرو د کنونشن په موجودګۍ کښې خپل هوايي حریم بند کړو. دا یوه قانوني دنده ده.

د ترکیې د انرجۍ او طبیعي سرچینو مرستیال هم پرون وویل چې (د ګیس پروم) په نامه د روسیې د ګیس شرکت د ګیس په وړاندې کولو کښې د باور وړ شریک دی.

په عین حال کښې اروپا ته د روسیې د ګیس صادرات لاهم دوام لري.