کافي د انسان د بدن لپاره ډیره ګټه لري
https://parstoday.ir/ps/news/world-i113416-کافي_د_انسان_د_بدن_لپاره_ډیره_ګټه_لري
زمونږ خبریال وايي په یوه نوي تحقیق کښې د بریتانیا او د هنګري هیواد سائینس پوهانو د کافي(Coffee) داسې حیرانونکي ګټه په ګوته کړي ده چې تاسو به یې هم په اوریدو سره حیرانه شئ او د کافي د څښلو شوق مو به پیدا شي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 14, 2022 08:26 Asia/Kabul
  • کافي د انسان د بدن لپاره ډیره ګټه لري

زمونږ خبریال وايي په یوه نوي تحقیق کښې د بریتانیا او د هنګري هیواد سائینس پوهانو د کافي(Coffee) داسې حیرانونکي ګټه په ګوته کړي ده چې تاسو به یې هم په اوریدو سره حیرانه شئ او د کافي د څښلو شوق مو به پیدا شي .

کارپیژاندو ویلي دي هغه خلک چې هره ورځ درې ګلاسه کافي(Coffee) څښي نو د نورو خلکو په نسبت یې عمر دوه برابره وي .

هغه خلک چې کافي(Coffee) څښي د دوې له وخت څخه مخکې د مړینې اندازه دولس فیصده کمه وي او دغو  کسانو ته د زړه د ناروغۍ د لګیدا امکان هم اولس فیصده کم وي .

د لندن د کوئین میري پوهنتون او د هنګري هیواد سیملویز پوهنتون ساینس پوهانو په ګډ تحقیق کښې د پینځو لکو (۵۰۰۰۰۰) کسانو ډیټا ترلاسه کړه او په هغه یې غور وکړ او نتیجې یې معلومې کړې .

د تحقیقاتي ډلې مشر ډاکټر سټیفن پیټرسن وویل په تحقیق کښې د ګډون کونکو کسانو په خوراک کښې هره ورځ د دریو یا له دریو څخه د زیاتو ګلاسو د کافي (Coffee)څښل شامل وو .

په راتلونکي کال کښې د دغو کسانو صحت او روغتیا د نورو خلکو په نسبت ښه وه او دغو خلکو ته د وینې ناروغیانې ډیرې کمې وې او په دغو کسانو کښې د زړه د دریدا او نورې مریضې هم کمې وې .