کافي د انسان د بدن لپاره ډیره ګټه لري
زمونږ خبریال وايي په یوه نوي تحقیق کښې د بریتانیا او د هنګري هیواد سائینس پوهانو د کافي(Coffee) داسې حیرانونکي ګټه په ګوته کړي ده چې تاسو به یې هم په اوریدو سره حیرانه شئ او د کافي د څښلو شوق مو به پیدا شي .
کارپیژاندو ویلي دي هغه خلک چې هره ورځ درې ګلاسه کافي(Coffee) څښي نو د نورو خلکو په نسبت یې عمر دوه برابره وي .
هغه خلک چې کافي(Coffee) څښي د دوې له وخت څخه مخکې د مړینې اندازه دولس فیصده کمه وي او دغو کسانو ته د زړه د ناروغۍ د لګیدا امکان هم اولس فیصده کم وي .
د لندن د کوئین میري پوهنتون او د هنګري هیواد سیملویز پوهنتون ساینس پوهانو په ګډ تحقیق کښې د پینځو لکو (۵۰۰۰۰۰) کسانو ډیټا ترلاسه کړه او په هغه یې غور وکړ او نتیجې یې معلومې کړې .
د تحقیقاتي ډلې مشر ډاکټر سټیفن پیټرسن وویل په تحقیق کښې د ګډون کونکو کسانو په خوراک کښې هره ورځ د دریو یا له دریو څخه د زیاتو ګلاسو د کافي (Coffee)څښل شامل وو .
په راتلونکي کال کښې د دغو کسانو صحت او روغتیا د نورو خلکو په نسبت ښه وه او دغو خلکو ته د وینې ناروغیانې ډیرې کمې وې او په دغو کسانو کښې د زړه د دریدا او نورې مریضې هم کمې وې .