امریکا د سعودي عربستان د اقدام له غندلو ډډه کړي ده
زمونږ خبریال وايي د امریکا د باندنیو چارو د وزارت ویاند نیډپرایس په داسې حال کښې چې د ولسمشر جوبایډن ډیموکراټ حکومت ادعا کوي دبشري حقوقو مسلې ته لومړیتوب یې په اجنډا کښې شامل دی په یوه ورځ د یواتیا کسانو د اعدامولو لپاره دسعودي عربستان د اقدام غندلو ته تیار نشو .
نیډ پرایس د خبریالانو پوښتنې ته په ځواب کښې چې ایا تاسو په تیرې یکشنبې ورځ په سعودي عربستان کښې د یواتیا کسانو له اعدام څخه خبریاست ؟ وویل مونږ د عربستان چارواکو ته خپلې اندیښنې اعلان کړي دي .
یوه خبریال د امریکا د خارجه وزارت له ویاند نیډ پرایس څخه پوښتنه وکړه ایا د دغو کسانو له اعدامیدا وروسته د واشنګټن چارواکو د عربستان له مسوولانو سره تماس درلودلی دی نو هغه وویل د دغو خبرو اترو د وخت په هکله څه نشو ویلی خو دغه اندیښنې مو مطرح کړي دي .