شمالي کوریا نن بیا بل توغندی ازمویلی دی
یونهاپ خبري اژانس وايي د جنوبي کوریا پوځي سرچینو د شمالي کوریا لخوا د یوه توغندي د ازمویلو خبر تائید کړ .
شمالي کوریا نن دوه بجې او اته دیرش دقیقې یو توغندی ازمویلی دی .
په سئول کښې د جنوبي کوریا د پوځ د قومندانانو کمیټۍ په یوې بیانیې کښې وویل دغه توغندی احتمال شته چې بلاسټیک وي او د جاپان په سمندر کښې د ختیځ سمندر په لور توغول شوی دی .
پوځي سرچینې د توغندي ډول ډولوالی ، ، لوړوالی او کچ شوی واټن معلوموي .
شمالي کوریا اخري ځل د مارچ د میاشتې په شلمه نیټه د زیړ سمندر په لور دوه سوه څلویښت میلیمیټره کلیبر څلور راکټونه توغولي وو .
د جاپان دفاع وزارت هم د شمالي کوریا لخوا د توغندي د ازمویلو خبر تائید کړی دی .
څارونکي د ګډو پوځي مانورو د ترسره کولو په شمول په سیمه کښې د امریکا لمسونکي اقدامات په سیمه کښې د بې ثباتۍ او د پوځي توب د زیاتیدا سبب ګڼي .