اوکراین له روسیې سره د سولې خبرې ځنډولي دي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i113950-اوکراین_له_روسیې_سره_د_سولې_خبرې_ځنډولي_دي
زمونږ خبریال وايي له اوکراین سره د سولې په خبرو کښې د روسیې د مرکچي پلاوي مشر ولادیمیر مدینسکي پرون د دغو خبرو اترو د ځنډولو لپاره د اوکراین په ګروهنې باندې نیوکې سره وویل تراوسه د موافقې لپاره اوږده لاره پاتې ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 27, 2022 00:40 Asia/Kabul
  • اوکراین له روسیې سره د سولې خبرې ځنډولي دي

زمونږ خبریال وايي له اوکراین سره د سولې په خبرو کښې د روسیې د مرکچي پلاوي مشر ولادیمیر مدینسکي پرون د دغو خبرو اترو د ځنډولو لپاره د اوکراین په ګروهنې باندې نیوکې سره وویل تراوسه د موافقې لپاره اوږده لاره پاتې ده .

مدینسکي وویل د اوکراین استازي دغو خبرو ته خوشبینه دي او پکښې د پرمختګ خبره کوي خو مونږ د دوې په خوشبینۍ کښې ونډه نشو لرلی ځکه چې په اصولي دریځونو کښې یې  چې روسیه ورباندې ټینګار لري هیڅ اغیز شیندونکی حرکت نه دی ترسره کړی .

د روسیې دغه استازي وویل اوکراین یوازې وخت ضایع کوي او هغوې یوشمیر خبرې کوي خو له غږملتیا وروسته له خپلو فیصلو شاته کیږي .

د اوکراین د مرکچي پلاوي غړیو په ډیر شفاف ډول ویلي دي  چې د اوکراین مشران خپل ټول دریځونه د امریکا او د اروپايي هیوادونو له سلاکارانو سره غږمله کوي او دا خبره کاملا ښکاره ده .

د فرورۍ د میاشتې په څلرویشتمه نیټه د روسیې او د اوکراین د جنګ له پیل راهسې په بیلابیلو سویو د دواړو هیوادونو د خبرو اترو څو پړاونه شوي خو د اوربند سبب نه دي شوي .