په نړیوال اقتصاد باندې د یوکراین د جنګ اقتصادي اغیزه
د یوکراین له جنګه د څه باندې یوې میاشتې په تیریدو سره د هغه اقتصادي اغیزو د ډیرو اروپايي هیوادونو لپاره حالات سخت کړي دي
د یوکراین له جنګه د څه باندې یوې میاشتې په تیریدو سره د هغه اقتصادي اغیزو د ډیرو اروپايي هیوادونو لپاره حالات سخت کړي دي داشان چې د اروپا ترټولو ستر اقتصاد یعنې جرمني، په دې وروستیو اونیو کښې د تیرو دیرشو کلونو ترټولو زیاته ګرانه او تورم تجربه کړی دی.
نه یوازې جرمني بلکې ډیر اروپايي هیوادونه د یوکراین د جنګ د اغیزو لاندې او د قوه ایزو توکو د بیې د زیاتیدو په وجه بې مخینې ګراني او تورم تجربه کوي. د طبیعي ګیس او په اومو تیلو پورې اړوند محصولاتو قیمت په وروستیو اونیو کښې د پام وړ توګه زیات شوی دی او نه یوازې د ګرانۍ د اندازې په زیاتیدو یې ډیره اغیزه کړې ده بلکې د ډیرو اروپايي هیوادونو لپاره اټکل شوې اقتصادي وده یې هم تر تاثیر لاندې راوستې ده.
د ابتدايي اټکلونو له مخې د یورو سیمې په ۱۹ هیوادونو کښې کلیزه ګراني له ۵.۹ فیصدو نه ۷.۵ فیصدو ته زیاته شوې ده او په دې سیمه کښې د ګرانۍ نوې اندازه له ۱۹۹۷ کال څخه ترټولو لوړې اندازې ته رسیدلې ده.
د اروپا د مرکزي بانک ECB) مشر کرسټین لاګارد د دې ګرانۍ د علت په هکله وویل: په یورو سیمه کښې ګراني په ټوله دنیا کښې د انرجۍ د لوړې بیې، د خوراکي موادو په برخه کښې د زیاتیدو دباؤ او د تولید د خاصو سرچینو د دریو عواملو تر اغیزې لاندې راغلي ده.
په اروپا کښې د انرجۍ کړکیچ د دغې لوې وچې د حکومتونو مخته یوه نوې ننګونه ګڼله کیږي. په یوکراین کښې نښتو د انرجۍ د زیرمو وړاندې کول او د تامین لړۍ له ستونزو سره مخامخ کړې ده. په یوکراین کښې د نښتو د دوام په وجه له روسیې څخه اروپا ته د انرجۍ د سرچینو په وړاندې کولو کښې د ګیس نړیوال قیمت د څو لسیزو ترټولو لوړ حد ته رسیدلی دی چې پایلې یې د یورو سیمې په اقتصاد باندې په څرګندیدو دي.
روسیې په ۲۰۲۱ کال کښې په ټولې دنیا کښې مختلفو هیوادونو ته تقریباً د ۵۵.۵ میلیارډ ډالرو طبیعي ګیس صادر کړی دی او اوس د یوکراین د جنګ په دوام او له دغه هیواده د لویدیځو هیوادونو په ملاتړ او هم داشان د روسیې خلاف د پراخو بندیزونو په لګیدو د دغه هیواد ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي دي چې ماسکو به په ځینو غیر دوستو هیوادونو باندې د ګیس د خرڅولو په بدل کښې د روبل غوښتنه وکړي.
دا پریکړه به د هغو هیوادونو لپاره حالات لا سخت کړي چې په وارداتي انرجۍ پورې پیئلي دي.
د جرمني صدرِ اعظم اولاف شولټز په دې هکله وايي: که چیرې له روسیې څخه د انرجۍ واردات په بشپړه توګه بند شي نو جرمني به له بدو پایلو سره مخامخ شي او د دغه هیواد ځینې اقتصادي برخې به مجبورې شي چې خپل کار په بشپړه توګه بند کړي.
د ګرانۍ زیاتیدل یوازې د اروپايي اتحاديې د غړو لپاره ځانګړي نه دي بلکې بریتانیا او امریکا هم له سختو اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي. د بریتانیا د ملي احصائیو د دفتر وروستی رپورټ ښودنه کوي چې په دغه هیواد کښې د ګرانۍ اندازه له تیرو دیرشو کلونو راهیسې ترټولو لوړ حد ته رسیدلې ده.
د بریتانیا د ملي احصائیو د مرکز جګ پوړې غړي ګرانت فیټزنر په دې هکله وویل: د بریتانیا په کارخانو کښې د جوړیدونکو شیانو بیه هم ډیره په لوړیدو ده او اوس په تیرو ۱۴ کلونو کښې ترټولو زیات حد ته رسیدلې ده.
دا حالات په داسې حال کښې دي چې په ځینو اروپايي هیوادونو کښې ولسمشریزې ټاکنې راروانې دي او د اقتصادي ستونزو زیاتیدل به د دغو هیوادونو سیاسي حالات هم بدل کړي.
رسمي رپورټونه وايي چې په فرانسه کښې ګراني په مارچ میاشتې کښې څلور نیم فیصدو ته رسیدلې ده چې د انرجۍ او خوراکي موادو د بیې د زیاتیدو په وجه ده.
داسې ښکاري چې د یوکراین د جنګ دوام په اروپايي هیوادونو کښې د اقتصادي ستونزو او ګرانۍ له مخکښې نه د زیات ګرانیدو سبب شوي دي، هم هغه ډول چې د خوړو د نړیوال پروګرام اجرايي مدیر ډیویډ بیسلی په دې هکله وايي: دا بهیر نه یوازې یوکراین او سیمه نابودوي بلکې په نړۍ باندې به هم له دویم نړیوال جنګه زیاته اغیزه وکړي.
*/*/*/*/*/*
ترجمه: عبدالماجد درانی