روسیه به زر په اوکراین کښې هدفونه ترلاسه کړي
زمونږ خبریال وايي روسیې وویل چې ماسکو به په اوکراین کښې د پوځي عملیاتو ټول هدفونه ترلاسه کړي .
د کرملین ماڼۍ ویاند دیمیتري پسکوف وویل د روسیې او د اوکراین ترمینځ د سولې د موافقې د لاسلیک کیدا هیله شته او امریکا وغواړي او که ونه غواړي زر یا په ځنډ سره به اروپا هم له روسیې سره خبرې وکړي .
هغه وویل په تاریخ کښې له روسیې څخه په بل هیڅ هیواد باندې دومره زیات بایکاټونه نه دي لګول شوي او زیاته یې کړه د روسیې پرضد د لویدیځو هیوادونو بایکاټونه به په ډالر او یورو کرنسیو باندې اعتماد ډیر کم کړي .
د کرملین ماڼۍ ویاند دیمیتري پسکوف وویل ماسکو به په ګازو سربیره د نورو صادراتي شیانو لپاره هم په روبل کرنسیو کښې د پیسو غوښتنه وکړي .
بل خبر دا چې په امریکا کښې د روسیې سفیر اناتولي انتونوف وویل په «بوچا» سیمه کښې د ملګي وکړو وژله د اوکراین د ځواکونو د حملې په وجه وه خو د کي یف چارواکي ماسکو د دغه وژلې عامل ګڼي .
هغه وویل د روسیې د عسکرو له وتلو وروسته د اوکراین ځواکونو په بوچا ښار د توپونو ډزې پیل کړې او واشنګټن په قصدي ډول دغه حقیقت پټوي .
په امریکا کښې د روسیې سفیر اناتولي انتونوف وویل کي یف هڅه کوي د خپلو ټولو نا سمو کارونو ګرمتوب په روسیې ورواچوي په داسې حال کښې چې د روسیې پوځيانوځايي وسیدونکو ته د څه د پاسه څلورسوه(۴۰۰) ټنه بشري مرستو په ورکولو سره د بوچا ښار د خلکو ملاتړ وکړ .
هغه وویل د بوچا ښار تر هغه وخته چې د روسیې د عسکرو په لاس کښې وو هلته هیڅ ملکي وګړي ته تاوان ونه رسید .