امریکا د ویانا د خبرو اترو د اوږیدا اصلي مسووله ده
ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د باندنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د ایران په ځینو شرکتونو او کسانو باندې د امریکا لخوا د بیا بایکاټونو په لګولو باندې نیوکې سره امریکا د ویانا د خبرو اترو د اوږدیدا نیغ په نیغه مسووله وبلله .
حسین امیر عبداللهیان بیګا د عمان له خارجه وزیر بدر بن حمد البوسعیدي سره په ټیلي فوني تماس کښې د ایران په ځینو شرکتونو او کسانو باندې د امریکا لخوا د بیا بندیزونو په لګولو نیوکه وکړه او جوته یې کړه د ایران اسلامي جمهوریت یوې پایداره او ښې موافقې ته چمتو دی خو له بلې خوا امریکا په ځینو زیات غوښتنو سره تراوسه د خبرواترو د اوږیدا نیغ په نیغه مسووله وه او ده .
د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان دغه راز د عمان خارجه وزیر بدر الدین حمد البوسعیدي ، د دغه هیواد ملت او حکومت ته د روژې د مبارکې میاشتې د مبارکۍ په ترڅ کښې په یمن کښې د اوربند د پایداره پاتې کیدا په هکله هیله وکړه .
د ایران خارجه وزیر په دې خبرې سره هغه څه چې تراوسه په یمن کښې مهم دي د اوربند له دوام سره په څنګ کښې د انساني کلابندۍ په کامل ډول لغو کول دي زیاته کړه حاضردمه د یمن خلکو ته د بشر دوستانه مرستول استول ډیر مهم دي .