د طبس د شګو خدای، د ایران د خلکو ساتونکی دی
-
د ایران ولسمشر ښاغلی پزشکیان
پارس ټوډی- د ایران ولسمشر د زیربناو د هدف ګرځولو او د محاصرې هدف د ایران په خلکو کښې د نارضایتۍ رامینځته کول وبلل.
پارس ټوډی د ایرنا په حواله لیکلي چې د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر مسعود پزشکیان د د زیربناو د هدف ګرځولو او د محاصرې هدف د ایران په خلکو کښې د نارضایتۍ رامینځته کول وبلل او ویې ویل: دښمن پلان لري چې د خلکو نننی رضایت، په نارضایتۍ بدل کړي او مونږ د دښمن له پلان سره د مقابلې لپاره باید پرې نږدو چې د خلکو د خوابدۍ زمینه برابره شي.
ولسمشر په عین حال کښې په ایکس ټولنیزه شبکه کښې لیکلي دي: د ثور د میاشتې پنځمه نیټه په طبس کښې د امریکې د تاریخي ماتې کلیزه ده کله چې به هرې بلې ارادې باندې د خدای د خوښې برلاسیتوب څرګند شو.
ولسمشر پزشکیان د ۱۳۵۹ کال په غويي میاشت کښې د ایران په طبس کښې د امریکې ماتې ته او همداشان په اصفهان کښې د امریکې وروستیو عملیاتو ته په اشارې سره چې دواړه د شرمناکې ماتې لامل شول، ولیکل: سږ کال هم د خدای تعالی په اراده د اصفهان په جنوب کښې یو بل طبس رامینځته شو او ویې ښودله چې د طبس د شګو خدای، د دې ټاټوبي د خلکو ساتونکی دی.
هغه زیاته کړه: هیله لرم چې دا ډول تاریخي ماتې د نړۍ د مستکبرانو لپاره عبرتناک درس وګرځي.