طالبان: افغان کډوال دې د کانګو پرځاې خپل هیواد غوره کړي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i172290-طالبان_افغان_کډوال_دې_د_کانګو_پرځاې_خپل_هیواد_غوره_کړي
طالبانو هغو افعان کډوالو ته چې امریکا یې کانګرو ته د لیږلو نیت لري، ویلي چې په ډاډه زړه دې خپل هیواد ته راستانه شي. 
(last modified 2026-04-25T11:06:01+00:00 )
Apr 25, 2026 15:33 Asia/Kabul
  • طالبان: افغان کډوال دې د کانګو پرځاې خپل هیواد غوره کړي

طالبانو هغو افعان کډوالو ته چې امریکا یې کانګرو ته د لیږلو نیت لري، ویلي چې په ډاډه زړه دې خپل هیواد ته راستانه شي. 

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر له قطر څخه کانګو جمهوریت ته د امریکې له خوا د افغانستان د کډوالو د لیږد د احتمال په غبرګون کښې ویلي چې دغه کسان «په ډاډه زړه» خپل هیواد ته راستنیدی شي. 
یاد وزارت ویلي چې د رسنیو د رپورټونو له مخې، زمونږ یوشمیر هغو وطنوالو ته چې په قطر کښې د امریکې د ویزا ترلاسه کولو په تمه دي، ویلي شوي چې خپل هیواد ته د ستنیدو یا په دریم هیواد کښې د هستوګنیدو ترمینځ یو انتخاب کړي. 
د طالبانو خارجه وزارت ویلي چې خپلو وطنوالو ته یوځل بیا ډاډ ورکوي چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او خپلو وطنوالو او نورو هغو کسانو ته چې له ورته برخلیک سره مخ دي، بلنه ورکوي چې د هیواد غیږه ورته خلاصه ده او په ډاډه زړه راستنیدی شي.