امریکا د ویانا د خبرو اترو د اوږیدا اصلي مسووله ده
https://parstoday.ir/ps/news/world-i114308-امریکا_د_ویانا_د_خبرو_اترو_د_اوږیدا_اصلي_مسووله_ده
ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د باندنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د ایران په ځینو شرکتونو او کسانو باندې د امریکا لخوا د بیا بایکاټونو په لګولو باندې نیوکې سره امریکا د ویانا د خبرو اترو د اوږدیدا نیغ په نیغه مسووله وبلله .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 04, 2022 06:27 Asia/Kabul
  • امریکا د ویانا د خبرو اترو د اوږیدا اصلي مسووله ده

ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د باندنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د ایران په ځینو شرکتونو او کسانو باندې د امریکا لخوا د بیا بایکاټونو په لګولو باندې نیوکې سره امریکا د ویانا د خبرو اترو د اوږدیدا نیغ په نیغه مسووله وبلله .

حسین امیر عبداللهیان بیګا د عمان له خارجه وزیر بدر بن حمد البوسعیدي سره په ټیلي فوني تماس کښې د ایران په ځینو شرکتونو او کسانو باندې د امریکا لخوا د بیا بندیزونو په لګولو نیوکه وکړه او جوته یې کړه د ایران اسلامي جمهوریت یوې پایداره او ښې موافقې ته چمتو دی خو له بلې خوا امریکا په ځینو زیات غوښتنو سره تراوسه د خبرواترو د اوږیدا نیغ په نیغه مسووله وه او ده .

د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان دغه راز د عمان خارجه وزیر بدر الدین حمد البوسعیدي ، د دغه هیواد ملت او حکومت  ته د روژې د مبارکې میاشتې د مبارکۍ په ترڅ کښې په یمن کښې د اوربند د پایداره پاتې کیدا په هکله هیله وکړه .

د ایران خارجه وزیر په دې خبرې سره هغه څه چې تراوسه په یمن کښې مهم دي د اوربند له دوام سره په څنګ کښې د انساني کلابندۍ په کامل ډول لغو کول دي زیاته کړه حاضردمه د یمن خلکو ته د بشر دوستانه مرستول استول ډیر مهم دي .