چین د امریکې له خوا د بندیانو د شکنجې غندنه وکړه
په دې وروستیو کې ځینې اشوا شوي راپورونه ښیي چي په افغانستان کې د امریکایانو په یوه اډه کې د سي آی اې نوي ګمارل شوي ماموران د یو افغان بندي په شکنجه کولو سره روزنه تر لاسه کول.
د سي آی اې نوي مامورین په صف کې ولاړ وه چي په دیواله باندې د دغه افغان بندي د سر په ټکولو او بیا په هغه باندې د یخو اوبو په پاشلو سره، د شکنجې نوي ټکنیکونه زده کړي.
د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ژائو لیجیان د سي آی اې د دغه ډول کړچار او د داسي بنديخانو شتون، د امریکې له لوري د بشري حقوقو د نقضونې یوه روښانه بېلګه وباله.
هغه زیاته کړه: د امریکې استخباراتې اداره سي آی اې په زیاتو هیوادونو کې ټروریسم سره د مبارزې په پلمې سره، پټنځایونه یې جوړ کړي، دغو ځایونو کې انسانان په خپلسري توګه د سي آی اې له لوري نیول کیږي او شکنجه کیږي.
د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وویل: د ګوانتانامو زندان، په افغانستان کې د بګرام زندان او په عراق کې د ابوغریب زندان چي انسانان په کښې شکنجه کېدل، د امریکې له لوري د بشري حقوقو د نقضونې او د غیرقانوني کړچارو نمونې دي.
ژائو لیجیان زیاتوي: تر اوسه یو امریکایي چارواکي هم د دغه غیرانساني کړچار او د شکنجې د پټ پروګرام په خاطر تر پوښتنې او ګروېژني لاندې نه دی نیول شوی، د امریکې دولت په سپين سترګی سره په دغو جنایتونو سرپوښ ایږدي او د خپلو جنایاتو انکار کوي.
هغه زیاته کړه: د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د امریکې د استخباراتي پټنځایونو شتون ښودنه کوي چي امریکا د دې حق نه لري د ډیموکراسۍ او د بشري حقوقو په نامې سره، نورو ته ګوته ونیسي.