روسیې د اوکراین ځواکونو ته مهلت ورکړی چې تسلیم شي
تاس خبري اژانس وايي د روسیې دفاع وزارت په یوې خبرپاڼه کښې په ماریوپل کښې د اوکراین په ځواکونو غږ وکړ چې خپلې وسلې پرځمکه کیږدوي .
د روسیې د دفاع وزارت ویاند ایګور کوناشنکوف وویل که چیرې په ماریوپل سیمه کښې د اوکراین پوځيان تر نن ورځې پورې خپلې وسلې پرځمکه کې نه ږدوي نو په امان کښې به نه وي .
کوناشنکوف وویل تراوسه په ماریوپل کښې د اوکراین یوزر او څلور سوه څلورشپیتو(۱۴۶۴) عسکرو ځانونه د روسیې پوځيانو ته ورتسلیم کړي دي .
د روسیې دفاع وزارت پرون وویل د ماسکو پوځيان توانیدلي دي چې د ماریوپل ښار ټولې سیمې د اوکراین له ځواکونو پاکې کړي او یوازې د «ازووتسال» د فولادو په کارخانې کښې د اوکراین یوشمیر پوځيان شته .
د ماریوپل په بندري ښار کښې چې د اوکراین اقتصادي قطب ګڼل کیږي له تیر څو اونیو راهسې سخت جنګونه روان دي .