متقي او لاوروف پر دوه اړخیزو اړیکو او اقتصادي همکاریو خبرې وکړې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i179440-متقي_او_لاوروف_پر_دوه_اړخیزو_اړیکو_او_اقتصادي_همکاریو_خبرې_وکړې
د افغان طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره کتلي او پر دوه اړخیزو اړیکو او اقتصادي – سوداګریزو همکاریو پر پراختیا یې خبرې کړې دي.
(last modified 2026-10-06T06:44:54+00:00 )
Oct 06, 2026 11:12 Asia/Kabul
  • متقي او لاوروف پر دوه اړخیزو اړیکو او اقتصادي همکاریو خبرې وکړې

د افغان طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره کتلي او پر دوه اړخیزو اړیکو او اقتصادي – سوداګریزو همکاریو پر پراختیا یې خبرې کړې دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په خپرې کړې خبرپاڼې کې لیکلي چې په دې لیدنه کې پر سیمه‌ییزو مسایلو او د دواړو خواوو ترمنځ د سیاسي سلامشورو پر دوام هم بحث شوی دی.

متقي د دواړو خواوو ترمنځ د سیاسي تفاهم پر پیاوړتیا ټينګار کړی او په اقتصادي، سوداګریزو او ترانزیټي برخو کې یې د همکاریو د پراختیا غوښتنه کړې ده.

نوموړي ویلي چې له روسیې سره د اوږدمهاله همکاریو پراختیا ته ارزښت ورکوي او د سیمه‌ییز ثبات د ډاډمنېدو لپاره یې د همکاریو پر دوام ټينګار کړی دی.

سرګي لاوروف هم د دواړو خواوو ترمنځ د سیاسي سلامشورو د دوام پر ارزښت ټينګار کړی او له طالبانو سره یې د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا په برخه کې د روسیې لېوالتیا څرګنده کړې ده.