روسیې نوي بلاسټیک توغندی په بریالیتوب سره ازمویلی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i115014-روسیې_نوي_بلاسټیک_توغندی_په_بریالیتوب_سره_ازمویلی
ایران پریس خبري اژانس راپور ورکړ روسیې د اوکراین د جنګ په بهیر کښې له یوې لوې وچې څخه د بلې لوې وچې ویشتونکی نوی بلاسټیک توغندی په بریالیتوب سره وزمویه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 21, 2022 00:09 Asia/Kabul
  • روسیې نوي بلاسټیک توغندی په بریالیتوب سره ازمویلی

ایران پریس خبري اژانس راپور ورکړ روسیې د اوکراین د جنګ په بهیر کښې له یوې لوې وچې څخه د بلې لوې وچې ویشتونکی نوی بلاسټیک توغندی په بریالیتوب سره وزمویه .

د روسیې دفاع وزارت پرون وویل د سارمات (Sarmat)بلاسټیک توغندی په بریالیتوب سره له پلسټسک فضايي اډې څخه په بریالیتوب سره توغول شوی دی .

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د سارمات بلاسټیک توغندي په بریالیتوب سره له ازمویل کیدا وروسته په دې خبرې سره چې په نړۍ کښې دغه توغندي ته ورته توغندی نشته وویل د سارمات بلاسټیک توغندی د روسیې امنیت تضمینوي  او ماسکو ته ګواښ کونکي هیوادونه تفکر ته مجبوروي .

د روسیې دفاع وزارت وویل سارمات بلاسټیک توغندي د توغولو په ټولو پړاونو کښې له هیلې سره سم عمل کړی دی .

د روسیې دغه نوی بلاسټیک توغندی شپږ زره (۶۰۰۰) کلومیټره واټن وهي او دغه توغندی په شپاړسو(۱۶) اټومي خولیو وړلو سره د فرانسې هیواد په اندازه د یوې سیمې د تباه کولو وړتیا لري .