د اوکراین ولسمشر زلنسکي د لویدیځ لوبتکه شوي ده
فارس خبري اژانس وايي د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وویل لویدیځو هیوادونو د خپل روسي ضد دریځونو د پرمخ بیولو لپاره د اوکراین له ولسمشر ولودیمیر زلنسکي څخه ناوړه استفاده کړي ده .
سرګي لاوروف وړمه ورځ ویلي و لویدیځو هیوادونو د مینسک په موافقو د سترګو د پټولو لپاره د اوکراین له ولسمشر زلنسکي څخه ناوړه استفاده کړي ده .
لاوروف دغه راز له اینډیا ټوډې ټیلي ويژن سره په مرکه کښې وویل د اوکراین خلک باید د خپل برخلیک لپاره فیصله وکړي او روسیه په اوکراین کښې د رژیم د بدلولو لپاره د دباو د راوړلو لپاره هیڅ پروګرام نلري .
د روسیې خارجه وزیر سرګي لاوروف وویل ماسکو په اوکراین کښې د پوځي عملیاتو له پیلولو پرته بله چاره نلرله ځکه چې د اوکراین پوځيانو په دونباس سیمه باندې حملې زیاتې کړي وې او دغه چاره له سیمې د زیاتو ملکي وګړو د وتلو سبب شوي وه او د دونتسک او لوهانسک جمهوریتونه یې له روسیې څخه مرستې غوښتلو ته مجبوره کړي وو .
لویدیځو هیوادونو په تیره بیا امریکا له تیرو کلونو راهسې له اوکراین سره پراخې مالي او پوځي مرستې کړي دي او په دغه هیواد کښې د جنګ له پیلیدا وروسته یې هم اوکراین ته د ترهګرو او ګوډاګیانو د استولو په ترڅ کښې خپلو ملاتړونو ته دوام ورکړی دی .