نړیوال بانک په افغانستان کښې خپلې پروژې له سره پیلوي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i115024-نړیوال_بانک_په_افغانستان_کښې_خپلې_پروژې_له_سره_پیلوي
ایرنا خبري اژانس وايي نړیوال بانک په افغانستان کښې اقتصادي ، کرهڼیزې او روغتیايي پروژې له سره پیلوي .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Apr 21, 2022 05:50 Asia/Kabul
  • نړیوال بانک په افغانستان کښې خپلې پروژې له سره پیلوي

ایرنا خبري اژانس وايي نړیوال بانک په افغانستان کښې اقتصادي ، کرهڼیزې او روغتیايي پروژې له سره پیلوي .

نړیوال بانک پرون وویل د افغانستان د روغتیا ، کرهنې او د اقتصاد پروژو ته یې څلوره سوه پنځوس(۴۵۰) میلیونه ډالره بیل کړي دي .

د نړیوال بانک په تیرې اونۍ راپور کښې ویل شوي دي چې د افغانستان کابو اوه دیرش (۳۷) فیصده خلک د خواړو د برابرولو لپاره کافي پیسې نلري .

څه موده مخکې د طالبانو د موقته حکومت مشر ملا محمد حسن اخوند ویلي وو د امریکا لخوا د افغانستان د شتمنیو  کنګل کیدل د هیواد د اقتصادي کړکیچ اصلي علت دی .

د افغانستان اقتصاد همدا اوس له اقتصادي کړکیچ سره مخامخ دی .

د امریکا د عسکرو لخوا د افغانستان شل(۲۰) کلن نیواک او  کورني جنګ د دغه هیواد بیخ بنایانې په کامل ډول تباه کړي دي .

د طالبانو موقته حکومت د صنعت او د اقتصاد د څرخې په حرکت کښې د راوستلو لپاره پیسو ته ضرورت لري خو امریکا د افغانستان په بایکاټ کولو سره د دغه هیواد د خلکو کابو لس(۱۰) میلیارډه ډالره کنګل کړي دي او په هغو د خیټه د اچولو هڅه کوي .