ناټو د روسیې او یوکراین ترمینځ د جنګ دوام غواړي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i115030-ناټو_د_روسیې_او_یوکراین_ترمینځ_د_جنګ_دوام_غواړي
د ترکیې خارجه وزیر وايي ناټو د روسیې او یوکراین ترمینځ د جنګ د جاري پاتې کولو په تکل کښې ده
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 21, 2022 07:12 Asia/Kabul
  • ناټو د روسیې او یوکراین ترمینځ د جنګ دوام غواړي

د ترکیې خارجه وزیر وايي ناټو د روسیې او یوکراین ترمینځ د جنګ د جاري پاتې کولو په تکل کښې ده

تسنیم خبري آژانس لیکلي دي چې مولود چاووش اوغلو بیګا د سي، این، این د ترکي ژبې په پروګرام کښې د روسیې او یوکراین د جنګ په هکله وویل: د ناټو ځیني غړي هیوادونه د دغه جنګ د دوام موندلو په لټّ کښې دي ځکه چې د روسیې د کمزورې کیدو لامل یې ګڼي.

ترک خارجه وزیر دې ټکي ته په اشارې سره چې د روسیې او یوکراین ترمینځ د انتالیا په غونډه کښې یې د جنګ د ختمولو لپاره کومه خاص نتیجه نه درلودله، زیاته کړه: سیاسي حل لاره د دغه جنګ د ختمیدو یوازنۍ لاره ده.

دا په داسې حال کښې دي چې له دې مخکښې واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په یو رپورټ کښې ویلي وو چې روسیې، یوکراین ته د وسلو د ورکړې د دوام د خطرناکو او نه اټکلیدونکو پایلو په هکله امریکې او لویدیځ ته خبرداری ورکړی دی.

د ویلو ده چې د یوکراین د جنګ د پیلیدو نن اووه پنځوسمه ورځ ده.