سید حسن نصر الله:
د وخت په تیریدو سره د قدس ملاتړي زیاتیږي
د لبنان د حزب الله عمومي منشي: صهیونیسټ دښمن تمه درلوده چې د فلسطین مسئله به د وخت په تیریدو سره هیره شي
د لبنان د حزب الله غورځنګ عمومي منشي وویل: د قدس د نړیوالې ورځې په اعلانولو کښې د امام خمیني حکمت او عقلانیت د وخت په تیریدو سره لاراڅرګندیږي
سید حسن نصر الله پرون د قدس د نړیوالې ورځې په مناسبت په آنلاین پروګرام (منبر القدس) کښې وویل: د فلسطین مسئله نوی ژوند اخلي او لازیات ملګري او ملاتړي ځانته جذبوي او جنګیالي لازیاتو سرشیندنو ته تیاریږي.
د لبنان د حزب الله عمومي منشي څرګنده کړه: صهیونیسټ دښمن تمه درلوده چې د فلسطین مسئله به د وخت په تیریدو سره هیره شي.
هغه وویل: نن سبا قدس اصلي مسئله ده او د نورو مسائلو په چورلیز بدله شوې ده. په حقیقت کښې د مقاومت چورلیز هم باید د قدس چورلیز ونوموو ځکه چې قدس یې د حکومتونو، ډلو او ولسونو لپاره محوري مسئله ده.
سید حسن نصر الله ټینګار وکړ: له سختو مرحلو تیر شوي یو او د خدای تعالی په مرسته، د وروستۍ بریا په درشل ولاړ یو او دغه بریا به ډیره زر ووینو. ټول بندونه به مات کړو او ټولې دسیسې به ناکامې کړو. او قدس به هم هغه بنیادي او اصلي مسئله او هدف او چورلیز پاتې شي.