په نړۍ کښې د غنمو بیې زیاتې شوي دي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i115598-په_نړۍ_کښې_د_غنمو_بیې_زیاتې_شوي_دي
ایرنا خبري اژانس وايي د نړیوال بانک د راپور پراساس په نړیوالو بازارونو کښې د انفلاسیون په اوسني شوک کښې د غنمو بیو له نورو شیانو زیاته ده .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
May 05, 2022 05:43 Asia/Kabul
  • په نړۍ کښې د غنمو بیې زیاتې شوي دي

ایرنا خبري اژانس وايي د نړیوال بانک د راپور پراساس په نړیوالو بازارونو کښې د انفلاسیون په اوسني شوک کښې د غنمو بیو له نورو شیانو زیاته ده .

د نړیوال بانک د راپور پراساس په اوکراین  کښې جنګ د شیانو بازار ته ستر شوک ورکړی دی او د تجارت ،تولید او د مصرف نړیوالې بیلګې یې بدلې کړي  دي کومې چې د ۲۰۲۴ میلادي کال تر پاې پورې بیې په تاریخ کښې تر ټولو لوړه سویه ساتي .

د غنمو د حالت په هکله د نړیوال بانک په راپور کښې ویل شوي دي اټکل کیږي چې د غنمو بیې څه د پاسه څلویښت(۴۰) فیصده زیاتې شي او په روان کال کښې خپل تر ټولو لوړ حد ته ورسیږي .

په تور سمندر کښې د اوکراین د ټولو بندرونو د بندیدا په دلیل له اوکراین څخه د غنمو صادرات چې د دغه هیواد دغنمو د صادراتو نوي(۹۰) فیصده برخه جوړوي بند شوي دي .

روسیه او اوکراین د دنیا نیمايي غنم تامینوي .