د امریکا پخواني ولسمشر ټرمپ د جوبایډن په دریځ نیوکه وکړه
ایرنا خبري اژانس وايي د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روسیې په وړاندې د خپل هیواد د اوسني حکومت په کړچار باندې نیوکې سره وویل ممکنه ده چې په میلیونونو خلک مړه شي ځکه چې واشنګټن نه پوهیږي چې کوم ډول له ماسکو سره سلوک وکړي .
ټرمپ په پنسلوانیا ایالت کښې د مشرانو جرګې د کاندید «مهمت از »په ملاتړ کښې په تبلیغاتي کمپاین کښې وویل د امریکا چارواکي نه پوهیږي چې په کوم ډول د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره چلند وکړي .
د امریکا چارواکي دقیقا په غلط وخت کښې غلطې خبرې کوي او په میلیونونو خلک به په نهایت کښې ووژل شي ځمکه چې مونږ نه پوهیږو چې څه وکړو .
د امریکا پخواني ولسمشر ټرمپ وویل دا د موډرن وسلو د نا باور قدرت په دلیل د امریکا په تاریخ کښې تر ټولو خطرناکه شیبه ده .
ټرمپ وویل حاضردمه غلط کسان د امریکا په حکومت کښې په غلط ځای او په غلط وخت کښې ناست دي .
د امریکا پخواني ولسمشر ټرمپ په ځلونو ټینګار کړی دی چې روسیې په خپل ځاې کښې د شتون په بڼه کښې هیڅکله په اوکراین کښې د جنګ د پیلیدا فیصله نه کوله او د امریکا چارواکي باید اجازه ورنکړي چې د اوکراین جنګ دوام ولري .
ټرمپ مخکې ډاګینه کړي وه چې په اوکراین باندې د روسیې حمله د جوبایډن د ولسمشرۍ په پړاو کښې د امریکا د کمزورتیا او د ناتوانۍ په دلیل شوي ده .
د اوکراین جنګ د څه دپاسه دوو (۲) میاشتو په تیریدا سره اوس هم دوام لري .