د امریکا ولسمشر بایډن د ایران په هکله لاپې وهي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i115694-د_امریکا_ولسمشر_بایډن_د_ایران_په_هکله_لاپې_وهي
فارس خبري اژانس وايي د امریکا ولسمشر جوبایډن په اوهایو ایالت کښې د یوې(۱) کارخانې د کارګرانو په ټول کښې یوځل بیا لاپه ووهله او ویې ویل په خپل کاري پړاو کښې یې څو ځله ایران ته سفرونه کړي دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 07, 2022 07:27 Asia/Kabul
  • د امریکا ولسمشر بایډن د ایران په هکله لاپې وهي

فارس خبري اژانس وايي د امریکا ولسمشر جوبایډن په اوهایو ایالت کښې د یوې(۱) کارخانې د کارګرانو په ټول کښې یوځل بیا لاپه ووهله او ویې ویل په خپل کاري پړاو کښې یې څو ځله ایران ته سفرونه کړي دي .

د امریکا ولسمشر جوبایډن چې د تیر میلادي کال په جنورۍ میاشت کښې واک ته له رسیدا راهسې په بیلابیلو مناسبتونو کښې د هغه لاپې وهلې د نړۍ او د حتی د امریکا د رسنیو په موضوع بدلې شوي دي په تیرو څو اونیو کښې له مخکې څخه زیاتې لاپې وهلي دي .

واشنګټن ټایمز ورځپاڼې په تیرې جمعې ورځ راپور ورکړ جوبایډن په اوهایو ایالت کښې په همیلټن کښې د یونایټیډ پرفرمونس میټلز د کارخانې د کارګرانو په ټول کښې لاپه ووهله او ویې ویل چې په خپل کاري پړاو کښې پنځوس  (۵۰) ځله ایران  ، افغانستان  عراق ته تللی دی .

واشنګټن ټایمز ورځپاڼې وویل چې جو بایډن ډیر ځله افغانستان او عراق ته تللی و  او یو (۱)سفر یې هم د خپل زوي  « بیو » د لیدو لپاره کړی و کوم چې اوس مړ دی او ظاهره د عراق په جنګ کښې یې خدمت کړی و خو د جوبایډن نوي څرګندونې ښودنه کوي چې هغه د لویدیځې اسیا دغو هیوادونو ته چې په غلطۍ سره یې د ایران نوم هم پکښې شامل کړی دی د خپلو سفرونو شمیر دوه(۲) برابره کړی دی .