امریکا اوکراین ته پوځي وسلې او تجهیزات ورکوي
زمونږ خبریال وايي د امریکا ولسمشر جوبایډن پرون اوکراین ته د پوځي وسلو او تجهیزاتو د استولو د کار د اسانولو او چټک کولو په هدف سره د پور او د کرایې قانون تصویب کړ .
په اوکراین باندې د روسیې د حملو له دوام وروسته د امریکا ولسمشر جوبایډن د دوهم(۲) نړیوال جنګ د ختمیدا او د جرمني د ماتي د خوړلو له کلیزې سره په یووخت د اوکراین له جنګ څخه په ملاتړ کښې د پور او د کرایې قانون دوباره فعال کړ .
د پور او د کرایې قانون داسې قانون و چې پراساس یې د امریکا حکومت کولای شو هغو حکومتونو ته چې له جرمني او د جرمني له متحدانو سره د جنګ په حال کښې و د نغدو پیسو په بدل کښې د پور په توګه جنګي تولید شوي محصولات ورکړي یا دا چې دغه جنګي محصولات هغوې ته په کرایه ورکړي .
د امریکا ولسمشر جوبایډن دغه راز په جلا توګه له ولسي جرګې کانګرس څخه د امنیتي مرستو او د وسلو لپاره د څو میلیارډه ډالرو په شمول له اوکراین سره د درې دیرش (۳۳) میلیارډه ډالرو مرستې غوښتنه کړي ده .
د امریکا د کانګرس مشر نانسي پیلوسي هم له اوکراین سره د مرستې لپاره د ولسمشر بایډن غوښتنې ته په چټک غبرګون کښې وویل زه فکر کوم وکولای شو په چټکې سره له اوکراین سره د درې دیرش (۳۳) میلیارډه ډالره د مرستې لایحه تصویب کړو .