امریکا اوکراین ته پوځي وسلې او تجهیزات ورکوي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i115816-امریکا_اوکراین_ته_پوځي_وسلې_او_تجهیزات_ورکوي
زمونږ خبریال وايي د امریکا ولسمشر جوبایډن پرون اوکراین ته د پوځي وسلو او تجهیزاتو د استولو د کار د اسانولو او چټک کولو په هدف سره د پور او د کرایې قانون تصویب کړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 10, 2022 00:53 Asia/Kabul
  • امریکا اوکراین ته پوځي وسلې او تجهیزات ورکوي

زمونږ خبریال وايي د امریکا ولسمشر جوبایډن پرون اوکراین ته د پوځي وسلو او تجهیزاتو د استولو د کار د اسانولو او چټک کولو په هدف سره د پور او د کرایې قانون تصویب کړ .

په اوکراین باندې د روسیې د حملو له دوام وروسته د امریکا ولسمشر جوبایډن د دوهم(۲) نړیوال جنګ د ختمیدا او د جرمني د ماتي د خوړلو له کلیزې سره په یووخت د اوکراین له جنګ څخه په ملاتړ کښې د پور او د کرایې  قانون دوباره فعال کړ .

د پور او د کرایې  قانون داسې قانون و چې پراساس یې د امریکا حکومت کولای شو هغو حکومتونو ته چې له جرمني او د جرمني له متحدانو سره د جنګ په حال کښې و د نغدو پیسو په بدل کښې د پور په توګه جنګي تولید شوي محصولات ورکړي یا دا چې دغه جنګي محصولات هغوې ته په کرایه ورکړي .

د امریکا ولسمشر جوبایډن دغه راز په جلا توګه له ولسي جرګې کانګرس څخه  د امنیتي مرستو او د وسلو لپاره د څو میلیارډه ډالرو په شمول له اوکراین سره د درې دیرش (۳۳) میلیارډه ډالرو مرستې غوښتنه کړي ده .

د امریکا د کانګرس مشر نانسي پیلوسي هم له اوکراین سره د مرستې لپاره د ولسمشر بایډن غوښتنې ته په چټک غبرګون کښې وویل زه فکر کوم وکولای شو په چټکې سره له اوکراین سره د درې دیرش (۳۳) میلیارډه ډالره د مرستې لایحه تصویب کړو .