د فلسطینۍ خبریالې قاتلان دي محاکمه شي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i116112-د_فلسطینۍ_خبریالې_قاتلان_دي_محاکمه_شي
 یو برتانوی چارواکی ویلي چي د فلسطینۍ خبریالې شیرین ابوعاقله د وژلې عاملین باید محاکمې ته ورسیږي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 17, 2022 08:18 Asia/Kabul
  • د فلسطینۍ خبریالې قاتلان دي محاکمه شي

 یو برتانوی چارواکی ویلي چي د فلسطینۍ خبریالې شیرین ابوعاقله د وژلې عاملین باید محاکمې ته ورسیږي.

د برتانیې په پارلمان کې د کارګرو د ګوند استازی بامبوس چارالامبوس د فلسطینيانو په ضد د اسرائیلي رژیم د تاوتریخجنو اقداماتو غندنه وکړه.

هغه زیاته کړه چي په اسرائیل باندې باید فشار راوستل شي او زمونږ رسمي دریځ د اسرائیلي ځواکونو د تاوتریخوالو او د تشدد غندنه ده.

دغه برتانوی استازی د فلسطینۍ خبریالې وژلې ته په اشارې سره تاکېد وکړ چي د کارګر د ګوند رسمي دریځ دا دی چي جنایتکاره کسان باید محکامې ته وسپارل شي.

د ټلویزیونې راپور پر مهال د الجزیرې د فلسطینۍ خبریالې شیرین ابوعاقلې وژله په نړیواله کچه د اسرائیل د روزمره جنایتونو په وړاندې پراخ غبرګونونه پارولي دي.